ټاکل شوې نن سه شنبه، د جولاۍ دویمه نېټه د افغانستان لپاره د یو شمېر هېوادونو ځانګړي استازي له افغان فعالانو سره په افغانستان کې د بشر او ښځو د حقونو د مسئلې په اړه غونډه وکړي.

د دوحې په درېیمه غونډه کې د افغان میرمنو او د مدني ټولنې د فعالانو نه موجودیت او ددې غونډې له اجنډا څخه په افغانستان کې د بشري وضعیت او ښځو د حقونو اړوندو مسلو د ایستلو له امله د بشري حقونو نړیوالو بنسټونو او د ښځو د حقونو افغان فعالانو په ملګرو ملتونو باندې نیوکې کړي او د خپل منشور څخه په سرغړونې تورن کړی دی.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند سټیفن دوجاریک تر دې وړاندې خبریالانو ته ویلي و چې ددې غونډې مشري به په سیاسي او د سولې په چارو کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیاله روزمري دیکارلو وکړي.

د ملګرو ملتونو ددغه اقدام سره د اعتراض په توګه د ښځو د حقونو یو شمیر افغان فعالانو ویلي چې د ملګرو ملتونو په کوربتوب په دوحه کې د سه شنبې د ورځې په غونډه کې ګډون نه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د دوحې درېیمه دوه ورځنۍ غونډه د دوشنبې په ورځ د جولای په ۱ نېټه رسما پای ته ورسېده.