په سیاسي او د سولې په چارو کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیاله روزمري دیکارلو چې په دوحه کې د افغانستان په تړاو د دوحې د درېیمې غونډې مشري کوي، دغه غونډه ګټوره بللې ده.

میرمن دیکارلو د یکشنبې په ورځ، د جون په ۳۰ مه نېټه په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي چې په ډېرو برخو کې د افغانستان له خلکو سره د مرستې لپاره د اصولي تعامل په تمه ده.

نوموړې زیاته کړې چې د افغانستان لپاره د ځانګړو استازو درېیمه غونډه په ګټور ډول پیل شوه او دا لومړی ځل دی چې د نړیوالې ټولنې او د طالبانو ترمنځ دغسې په یوه پراخه غونډه کې لیده کاته کیږي.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیالې د قطر څخه هم ددې غونډې لپاره د ملاتړ د برابرولو له امله مننه کړې ده.

د دوحې درېیمه غونډه د یکشنبې په ماښام په سیمه ییز وخت ۶:۴۵ د روزمري دیکارلو په وینا پرانیستل شوه او ټاکل شوې نن ناوخته په یو ازاد بحث سره پای ته ورسیږي.