د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی، ضمیر کابلوف وایي، روسیه له وړاندې پوهېده چې طالبان به افغانستان کې واک ترلاسه کوي.

ضمیر کابلوف څرګندوي چې، واک ته تر رسېدو وړاندې هم روسیې له طالبانو سره ښې اړیکې لرلې، نوموړي هیله څرګنده کړه چې اسلامي امارت به د نړۍوالې ترهګرۍ لمنځه وړلو لپاره نورې هڅې هم وکړي.

ښاغلی کابلوف په دې باور دی چې سرپرست حکومت د خامو نشه یي توکو د کمولو لپاره ډېرې هڅې کړې دي.

ضمیر کابلوف د روسیې د ولسمشر، ولادیمیر پوتین په حواله طالبان د افغانستان واقیعت یاد کړ او زیاته یې کړه چې که افغانان دوی نه غواړي نو خپل قوانین دې بدل کړي.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي همداراز زیاته کړې چې اوس طالبانو سره د نړۍ د اړیکو عادي کولو وخت را رسېدلی او په خبره یې، دغه موضوع یوازې روسیې ته نه، بلکې د سیمې ټولو هېوادونو په ځانګړې توګه هند ته ډېره مهمه ده.