د جرمني هېواد د سوشیل ډیموکراټ ګوند د بهرنۍ تګلارې ویاند، نیلز شمیډ وایي، جرمني باید کابل کې د خپل سفارت پر بیا پرانیستلو غور وکړي.

نیلز شمیډ یوې جرمنۍ رسنۍ ته په خپله مقاله کې لیکلي، له طالبانو سره د ډیپلوماټیکو اړیکو نه جوړولو او پراختیایي مرستو د نه ورکړې له امله، د افغانستان وضعیت لا پسې خرابېږي.

نوموړي لیکلي دي چې دوی باید له خپل ځانه وپوښتي چې په راتلونکي کې له دغه هېواد سره څه ډول چلن کول غواړي، د هغه په باور دا اټکل نشي کیدای چې طالبان به نږدې راتلونکي کې خپله واکمني پرېږدي. تر اوسه د نړۍ یوه هېواد هم د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی او په دوی کې د پاکستان، ترکیې، قطر او چین په څېر هغه هېوادونه هم شامل دي چې په افغانستان کې فعال ډیپلوماتیک ماموریتونه لري.