د طالبانو ویاند او د دې ډلې د دوحې پلاوي مشر وايي، چې د روسیې او ازبکستان ځانګړو استازو د دوحې په درېیمه ناسته کې د طالبانو له دریځ څخه ملاتړ اعلان کړی دی.

ذبیح الله مجاهد د یکشنبې په ورځ د جون مېاشتې په ۳۰ مه نېټه په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي دي چې د دوحې ناستې له پیلېدو وړاندې یې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف او د ازبکستان استازي عصمت الله ارګاشف سره لیدلي دي.

د طالبانو ویاند تېره ورځ په کابل کې یوې خبرې غونډې ته ویلي و چې د دوحې په درېیمه ناسته کې د طالبانو ګډون موخه، له هېوادونو سره د رغنده تعامل په مانا ده.

ټاکل شوې مجاهد له دې ناستې وړاندې، د هند، سعودي عربستان، قزاقستان، بریټانیا، ناروې، اندونیزیا، ندرلند او ملګرو ملتونو له ځانګړو استازو سره هم وګوري.

ټاکل شوې د افغانستان په اړه د دوحې درېیمه ناسته نن یکشنبه ماښام په قطر کې پیل شي.