د ملګرو ملتونو دعمومي منشي ویاند وايي چې په سیاسي او د سولې په چارو کې د دغې ټولنې د عمومي منشي مرستیاله روزمیري دیکارلو به د دوحې په درېیمه غونډه کې د طالبانو د چارواکو سره او د دغې غونډې یوه ورځ وروسته د ښځو او بشري حقونو د فعالانو سره هم په افغانستان کې د بشري وضعیت اړوند مسایلو باندې خبرې وکړي.

د عمومي منشي انتونیوګوتیرش ویاند سټیفن دوجاریک د جمعې په ورځ، د جون مېاشتې په ۲۸ مه نېټه نیویارک کې خبریالانو ته وویل چې روزمیري دیکارلو به د عمومي منشي په استازیتوب د یکشنبې او دوشنبې په ورځو په قطر کې افغانستان لپاره د ځانګړو استازو په غونډه کې برخه واخلي.

دوجاریک زیاته کړه چې له غونډې وروسته به د سه شنبې په ورځ په دوحه کې میرمن دیکارلو او د افغانستان لپاره ځانګړي استازي د بشري حقونو او د ښځو د حقونو د بنسټونو د استازو په ګډون د افغانستان د مدني ټولنې استازو او ملاتړو سره خبرو ته کښیني.

د نوموړي په وینا د عمومي منشي مرستیاله به د حاکمو چارواکو سره د ښځو او نجونو او په عمومي ډول بشري حقونواو د ټولشموله سیاسي بهیر اړوند مسایلو په اړه د دوحې د غونډې په بحثونو کې خبرې وکړي.

دوجاریک وویل چې میرمن دیکارلو دا څرګنده کړې ده چې د دوحې بحثونه د یو بهیر برخه ده او یوازې یو ځلي خبرې ترسره کیدل نه دي.