د طالبانو ډلې دفاع وزارت د پاکستان د دفاع وزیر د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ویلي، چې د افغانستان د ملي حاکمیت د نقض په اړه څرګندونې ناسنجول شوی عمل دی او د هیچا په ګټه به نه وي.

د طالبانو دفاع وزارت پر خپل اېکس پاڼه کې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې که په هر عنوان او هره بهانه هر څوک د افغانستان پر حریم برید وکړي نو د پایلو مسوولیت به یې پر خپله غاړه وي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان دفاع وزیر، خواجه اصف یو ځل بیا ادعا کړې چې ټي ټي پي په افغان خاوره کې دي او دوی پرې د برید حق لري.

نوموړي همداراز زیاته کړې چې پاکستان کولای شي دننه په افغانستان کې د تروریستانو ځالي په نښه کړي او دا کار به د نړیوالو قوانینو خلاف نه وي، ځکه چې کابل، پاکستان ته تروریزم صادروي.