د پاکستان د دفاع وزير خواجه محمد اصف له امريکا غږ راډیو سره په مرکه کې ويلي چې پاکستان کولای شي په افغانستان کې دننه د پاکستان ضد جنګياليو پټنځايونه په نښه او له منځه يوسي.

د پاکستانۍ ډان ورځپاڼې له راپور سره سم، د پاکستان د دفاع وزير د پنجشنبې په ورځ د جون مېاشتې په ۲۷ مه نېټه په دې مرکه کې همدا راز ويلي چې اسلام اباد کولای شي په افغانستان کې دننه د ترهګرۍ پټنځايونه په نښه کړي.

د نوموړي په وينا، دا به د نړيوالو قوانينو خلاف کار نه وي، ځکه چې کابل، پاکستان ته تروريزم «صادروي» او «صادرېدونکي» هلته خوندي ساتل شوي.

د پاکستان د دفاع وزير خواجه محمد اصف دا څرګندونې په داسې مهال کې کوي چې يو څو ورځې وړاندې د دې هيواد لومړي وزير په ټول پاکستان کې د ترهګرۍ د ختمولو او چينايي اتباعو د خونديتوب په موخه د «عزم استحکام» په نوم عمليات تاييد او اعلان کړل.

طالبانو تر اوسه د پاکستان دې څرګندونو ته غبرګون نه دی ښوولی.