په مقاومتي اقتصاد کې د لګښتونو د مدیریت رول
د فلسطین یوه تجربه او څو درسونه
نه یوازې په اقتصاد کې بلکې په نورو علومو، مذاهبو او ټولنو کې د لګښتونو په مدیریت او سپما باندې ټینګار شوی دی، اګر چې موږ په هغه کچه عایدات نه لرو، چې د خپلو لګښتونو تر څنګ سپما هم وکړو خو بیاهم ستونزو ته په کتو باید خپل لګښتونه را کم او چاته مو لاس اوږد نه شي.
تر هر څه مهمه خبره داده ، چې موږ له لګښت کولو څخه مخکې څو ځل فکر وکړو، لومړیتوبونه په نښه کړو، د خپل بریالي مالي ژوند لپاره مسؤلانه ترتیبات ولرو او سپما وکړو، خو سپما کول پدې مانا نه چې موږ سخت او تنګ دست ژوند وکړو او په خپل ځان، کورنۍ او ملګرو باندې مصرف ونه کړو، بلکې د بې ځایه او بې ترتیبه لګښتونو څخه مخنیوی وکړو تر څو په راتلونکې کې د نورو له احتیاجه خلاص شوي اوسو.
هغه څوک چې په ډیرو لګښتونو کولو عادت شوي وي، د لګښتونوکنترول ورته سخت کار دی، خو دا کار نا ممکن هم نه دی، که چیرته ټینګه اراده ولرو کولای شو، چې د غوره شویو لارو په ټاکلو سره خپل ځان باندې کنترول ولرو او لګښتونه را کم کړو.
تر ټولو مهمه خبره داده، چې موږ په ټول ژوند کې اعتدال غوره کړو، یو معتدل انسان هیڅکله زیات لګښت نه کوي او په اصطلاح له خپلې بړستنې سره پښې غځوي او د شریعت لارښوونه هم همدا ده، چې له اصراف څخه ځان وساتو او میانه رويي وکړو . (Stanikzai, 2021)
د پیسو د مدیریت او بیمې کارپوهه ( Anna Barker) وایي، دا خورا سخته ده، چې هغه خلک خپل لګښتونه راکم کړي، چې تر دې مخکې یې زیات لګښتونه کول خو دا چاره ممکنه ده او چاپیریالي اغیز ددې سبب ګرځي چې پدې برخه کې موږ فکر وکړو، بارکر زیاتوي د مالي اهدافو د ترلاسه کولو لپاره موږ ته پکارده، چې لګښتونه کم کړو، په خپل ځان کنترول ولرو او سپما وکړو او تر ټولو غوره خبره داده چې موږ د خپلو پیسو کنټرول په خپل لاس کې ولرو او بې ځایه لګښتونه ونه کړو؛ (Milliken, 2022 )
دې خبرو ته په کتنه دا سخته نه ده چې موږ دې د لګښتونو د کم والي لپاره دومره بې وسه شو چې خپله ووایو چې دا چاره زموږ د وس خبره نه ده، د چاپیریال اغیز تر هر څه مهم دی او موږ پوهیږو چې شرایط تر پخوا سخت شویدي نو په همدې اساس د خپل ځان د کنترول لپاره همدا دلیل یاده کړو او لګښتونه راکم کړو یانې کله چې غواړو ډیر لګښتونه وکړو نو د خپل عاید، دندې او کورنۍ اړتیاوې په نظر کې ونیسواو بیا لګښت وکړو .
د حکومتونو له لورې په مصرفي اقتصاد کنترول او د خلکو له لورې په لګښتونو سپما د یوه هېواد اقتصادي بنسټونه ګڼلی شو، موږ په اقتصادي قاموس کې د ټایګر اقتصاد په نوم یو اقتصادي اصطلاح لرو چې دا (Asian Tiger Economy) اصطلاح د جنوب ختیځې اسیا هېوادونو چټک اقتصادي پرمختګونو ته کارول کیږي چې معمولا، هانګ کانګ، جنوبي کوریا، سنګاپور، او تایوان هېوادونو ته ځانګړې شوې ده دا اصطلاح ځکه ورته کارول کیږي چې، پورته هېوادونو اقتصادي وده له معمول څخه زیاته وه د پورته ذکر شویو هېوادونو اقتصادي پیاوړتیا کې ددې هېوادونو د خلکو پوهې کچې د زیاتوالي، صنعت ډېر والي، صادراتو او همدارنګه د خلکو او حکومتونو د کنترول له وجهې د سپما زیاتوالی یې ستر لاملونه دي. نو همدې له مخې، سپما او د لګښتونو کنترول د یوه ارزښت په توګه یادولی شو.
اوس چې مو هېوادوالو له خورا سختو شرایطو رنځ وړي نو پکار ده چې له کمو سرچینو زیاته ګټه پورته شي او همدا د اوسنۍ نړۍ د بریا راز دی.
پدې برخه کې یوازې دولتونه نه دي مسؤل، بلکې عام خلک هم باید توجه وکړي او د خپلې اړتیا سره سم لګښتونه وکړي، د لګښتونو کنترول او سپما د اقتصادي پیاوړتیا لپاره اساس ګڼلی شو.
فلسطیني دولت د خپلې اقتصادي بقا لپاره له همدې روشه استفاده کړې او په دولتي کچه یې د لګښتونو راکمولو لپاره پالیسي جوړه کړې چې د نوروګڼو تدابیرو سربیره یې یوه تګلاره د کورنیو د لګښتونو کمولو او سپما ته هم ځانګړې کړیده او پدې برخه کې ورسره خلک همکار دي.
د فلسطین پالیسي جوړونکي وړاندیز کوي چې، لومړی باید د لومړنیو خوراکي توکو په برخه کې په ځان بسیا اوسو او د زراعتي اقتصاد د پیاوړتیا لپاره د لا ډیرې توجه وړاندیز کوي. (Alaa Tartir, 2012)
د لګښتونو مدیریت کولی شي، چې چې د هیواد د اقتصادي پیاوړتیا په برخه کې رول ولري لکه څنګه چې د ټایګر اقتصاد غړي هیوادونو د اقتصادي پیاوړتیا په رازونو کې راغلي دي چې، د وګړ سپما او د لګښتونو کنترول پکې اغیزمن ثابت شویدی.
په مقاومتي اقتصاد کې د لګښتونو د کنترول او سپما رول مهم دی او دا مرسته کوي، چې د بندیزونو سره د مبارزي په توګه د یوې وسیلې په ډول له دولتونوسره مرسته وکړي.
په افغانستان کې د تحولاتو وروسته د هرې کورنۍ عایداتي برخه زیانمنه شوې او داسې کورنۍ هم شته، چې د عاید او ګټې وټې لپاره هیڅوک نه لري، نړیوالې بشري مرستې هم په هغه اندازه نه دي چې د افغان کورنیو ستونزې دې هوارې کړي.
نو دې وخت کې اړتیا ده، چې د لګښتونو کنترول په مرستې مبارزه وکړو او د لومړنۍ اړتیا وړ توکي خپل ځان او کورنۍ ته پیدا کړو.
References
Alaa Tartir, S. B. (2012, February ). Defeating dependency, creating a resistance economy. LSE Research Online, 2. Retrieved from http://eprints.lse.ac.uk/
Milliken, M. (2022 , August 26). Debt.org is America’s Debt Help Organization,. Retrieved from Debt.org is America’s Debt Help Organization,: https://www.debt.org/advice/how-to-cut-expenses/
Stanikzai, A. (2021, 1 17). nawakhtgar.com. Retrieved from https://nawakhtgar.com/2022/01/17/