په هالند کې د افغان ښځو د یووالي بنسټونو د ملکه ثریا د زېږېدو ۱۲۶مه کلیزه په ځانګړې علمي ناسته کې ونمانځه. ګډونوالو د ملکه ثریا ژوند، هڅې او د افغان ښځو د حقونو په مبارزه کې د هغې د تاریخي رول په اړه پراخ بحثونه وکړل.
دا غونډه د افغانستان د ښځو د یووالي ټولنې او د «ښځو لومړیتوبونو» سازمان لهخوا ګډه جوړه شوې وه. ګډونوالو ملکه ثریا د هغو شخصیتونو له ډلې وبلله چې د افغانستان د نجونو د زدهکړو، د ښځو د کارحق، او د ټولنیز بدلون په برخه کې یې بنسټیز ګامونه پورته کړل.
ویناوالو وویل چې ملکه ثریا سل کاله وړاندې د نجونو ځانګړي ښوونځي، د ښځو مدني مشارکت او د ټولنیزو اصلاحاتو ملاتړ کاوه. د شاه امانالله خان د اروپایي سفر له راستنېدو وروسته، د هغه د اصلاحاتي پروګرام یوه مهمه برخه د ښځو رول پیاوړی کول و. له سفر وروسته ملکه ثریا له حجاب پرته عام محضر ته راووتله او پاچا له افغان ښځو وغوښتل چې د هغې له پوښاک الهام واخلي.
په ۲۰۲۰ کال کې ټایم مجلې ملکه ثریا د نړۍ د سل اغېزمنو ښځو په نوملړ کې شامله کړه او هغه یې د ۱۹۲۰ لسیزې د منځني ختیځ له نوښتګرو او ځواکمنو ښځو څخه وبلله. که څه هم د اصلاحاتو مخالفت د امانالله خان پروګرام پای ته ورساوه، خو د ملکه ثریا مبارزه د افغان ښځو لپاره تر نن ورځې د الهام سرچینه ده.
ګډونوالو د افغانستان د اوسني وضعیت په اړه هم خبرې وکړې او ویې ویل چې افغان ښځې د اساسي حقونو له محدودیتونو سره مخ دي، خو د ملکه ثریا له زړورتیا او مبارزې څخه ځواک اخلي. کوربه بنسټونو د ګډو پروګرامونو د دوام ژمنه وکړه.

