په پکتیکا ولایت کې سیمه‌ییزې سرچینې وايي چې طالبانو په دغه ولایت کې درې نارینه چې په غلا او نامشروع اړیکو تورن و، په عام محضر کې په دُرو وهلي دي.

سیمه‌ییزو سرچینو د پنجشنبې په ورځ د جون مېاشتې په ۲۷ مه نېټه رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې پر دغو کسانو دا حکم د پکتیکا ولایت په یوسف خېلو ولسوالۍ کې پلی شوی دی.

د سرچینو په وینا، دوه کسان چې په غلا تورن و، هر یو ۳۰ – ۳۰ دُرې او یو بل چې په نامشروع اړیکو تورن و، ۱۱ دُرې وهل شوی دی.

د یادونې ده چې تېره میاشت د کندهار په سپین بولدک کې هم ۱۲ کسان په بېلابېلو تورونو په دُرو وهل شوي و. د بشري حقونو سازمانونو په وار وار له طالبانو غوښتي چې تورنو ته دې په عام محضر کې سزا نه ورکوي.