په کندهار کې ځايي طالب امنیتي چارواکو خلکو ته د کرکټ ملي لوبډلې د بریا په موخه د نمانځنې اجازه ورکړې نه ده.
په کندهار کې د طالبانو امنیې قوماندانې د امنیت امر شاه آغا سهشنبه د چنګاښ پر ۵مه په یوه ویډیويي پيغام کې د دغه ولایت د حوزو امرانو ته د هغو کسانو د نیولو امر کړی چې د کرکټ بریا لپاره خوشالي کوي.
نوموړي زیاته کړې چې دا چاره به په کندهار کې له استخباراتو سره په همغږۍ وڅاري.
هغه د دې پرېکړه لامل په ګوته کړی نه دی؛ خو ویلي دي چې د خوست په ګډون به په نورو ولایتونو کې هم د بریا نمانځنې اجازه ورنه کړل شي.
په کندهار کې ځینو ځوانانو هوډ کړی و چې د کرېکټ بریا لپاره نن ماښام د دغه ولایت په عینو مېنه کې یو پروګرام جوړ کړي.