د پخوانیو مجاهدینو د یو شمیر مشرانو او قومندانانو په ګډون د طالبانو د حکومت یو شمیر مخالف سیاسي او نظامي مشران د دوشنبې په ورځ د جون ۲۴ د اتریش پلازمېنه ویانا کې د افغانستان د راتلونکې لارې د نقشې په اړه خبرې کوي.

د ملي مقاومت جبهې د یکشنبې په ورځ جون ۲۳ مه د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې ددغې جبهې د مشر احمد مسعود په مشرۍ یو پلاوي هم ویانا ته تللی د، همداراز د پخوانیو مجاهدینو یو مشرحاجي محمد محقق او یو شمیر نور سیاسي او نظامي مشران هم د یکشنبې په ورځ ویانا ته رسیدلي دي.

د افغانستان د ملي امنیت پخواني رئیس رحمت الله نبیل د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې د خپلې مور د ناروغۍ له امله به په دې غونډه کې ګډون ونکړي، خو زیاته کړې ده چې دده ګوند ځینې غړي به په دې غونډه کې برخه واخلي.

د ویانا درېیمه غونډه د تیر ۲۰۲۳ کال د ډسمبر په لومړۍ اونۍ کې جوړه شوې وه. ددغه بهیر په تیرو دریو غونډو کې د طالبانو د حکومت شاوخوا ۳۳ سیاسي او نظامي چارواکو ګډون کړی وو. خو د رپوټونو له مخې ددې بهیر په څلورمه غونډه کې به شاوخوا ۷۰ تنه ګډون وکړي.

د دغې جبهې د معلوماتو له مخې ټاکل شوې چې ددغو دوو ورځینو بحثونو په پاې کې به یو پریکړه لیک هم خپور شي.