د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي چې د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د حمل له لومړۍ څخه د جوزا د میاشتې ترپایه پورې په افغانستان کې ۷۰۲ زرو او ۱۴۸ کسانو ته الکټرونیکي پیژندپاڼې ویشلي دي.

دغې ادارې د یکشنبې په ورځ د جون پر ۲۳ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا شمیر پیژندپاڼې په ټول افغانستان کې د الکټرونکي پیژندپاڼو او د اسان خدمت د ادارې د ۷۶ مرکزونو له لارې ویشل شوي دي.

په دې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې د روان کال په لومړیو دریو میاشتو کې ترټولو زیاتې څخه باندې ۱۳۱ زره الکترونیکي پیژندپاڼې په کابل کې ویشل شوي دي.

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د معلومات له مخې د کابل وروسته هرات کې څه باندې ۶۸ زره، بلخ کې څخه باندې ۴۵ زره، ننګرهار کې څه باندې ۳۴ زره او کندز کې څه باندې ۳۲ زره کسانو ته الکټرونیکي پیژندپاڼې ویشل شوې دي.

د طالبانو ترکنټرول لاندې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د معلوماتو له مخې اوس مهال په افغانستان کې له ۱۳ میلیونو او ۶۰۰ زرو څخه زیات کسان الکټرونیکي پیژندپاڼې لري.