نیکاراګوا حکومت د شنبې په ورځ د جون مېاشتې په ۲۲ مه نېټه اعلان وکړ چې په چین کې د نیکاراګوا سفیر، مایکل کامپبیل به د افغانستان لپاره ددې هیواد سفیر وي خو چارې به د چین له پایتخت بیجنګ څخه پر مخ وړي.
د نیکاراګوا E1 19 ډجیټل په نامه یوې خپرونې چې د حکومت په پلوی لیکنې خپرې وي ویلي چې د دې هیواد حکومت په افغانستان کې د طالبانو واک لاندې ادارې لپاره نوی سفیر پداسې حال کې ټاکلی چې د نړۍ هیڅ کوم هیواد یا ادارې د طالبانو حکومت په رسمیت ندی پیژندلی.
د نیکاراګوا د جمهور رئیس مرستیالې روزاریو موریلو په یوې اعلامیې کې چې په سمیه ایزو مطبوعاتو کې خپره شوې ویلي، دوی د افغانستان اسلامي امارت، ولس او حکومت څخه مننه کوي چې په مایکل کامپبیل یې رحم وکړ.
د نیکارواګوا د حکومت په اعلان کې هم د طالبانو په رسمیت پیژندل ندي یاد شوي.
د ۲۰۲۱ کال راهیسې چې طالبان په افغانستان کې واک ته رسیدلي، تر اوسه هیڅ کوم هیواد یا نړیوالې ادارې د دې ډلې سرپرست حکومت په رسمیت ندی پیژندلیی.