دویمه برخه

لیکنه: عبیدالله وردک

موږ په لومړۍ لیکنه کې د چټ جي پي ټي د کارونې په هکله عمومي معلومات ورکړل او همدارنګه مو د متن د توليد په هکله څه نا څه معلومات ولوستل.

یوه مهمه پوښتنه چې رامنځته کېږي، هغه دا ده چې ایا موږ چټ جي پي ټي د څېړنې او ریسرچ لپاره هم وکاروو او کنه؟

تاسو به حتماً را سره موافق وئ چې په څېړنه او ریسرچ کې تر ټولو مهمه برخه د څېړنې ایډیا ده چې په کومه موضوع څېړنه کوو؛ ځینې کسان چې څېړنه یواځې یو څو مخونو لیکلو ته وايي هغو د یوې مقالې د بشپړې لیکلو لپاره له چټ جي پي ټي کار اخلي چې دا مناسب کار ندی، موږ به چټ جي پي ټي په ریسرچ کې د یو همکار یا اسیستانټ په حیث کاروو چې ایډيا، تحلیل او څېړنه مو خپل وي خو په ترتیب او تنظیم کې له چټ جي پي ټي د نورو اپلیکېشنونو په څېر په منطقي او اخلاقي ډول کار واخلو.

په څېړنه او ریسرچ کې یو تر ټولو مهم بحث د څېړنیزو پوښتنو لیکل دي او د دې پوښتنې لیکلو لپاره د پخوانیو تولید شویو متنونو او علمي مقالو لوستل اړین دي تر څو وکولای شو ځینې مناسبې پوښتنې ولیکو چې د دې څېړنې په مرسته ورته ځواب ورکوو، همدا پوښتنو ته څېړنیزې پوښتنې یا Research Questions وايي.

همدې فکر کړلو او د پوښتنو لیکلو پروسې ته Brainstorming of Research Question وايي، یعنې هغه پروسه چې په مرسته یې موږ د څېړنیزو پوښتنو لیکلو لپاره فکر کړو، څېړنیزې پوښتنې طرحه او لیکو همدې ته Brainstorming وايي.

دا پروسه او د پوښتنو لیکل به ستاسو سره مرسته وکړي تر څو د ریسرچ او څېړنې پر مهال د څېړنې له اصلي هدف څخه لیرې نشئ، مطالعه او د بېلابېلو موادو او معلوماتو راټولول به مو د همدې پوښتنو د ځواب موندلو باندې را څرخي.

اصلي خبره او کیسه دا ده چې د دې پوښتنو لیکل اسانه کار ندی، تر ټولو مهمه دا چې ځینې وخت زموږ او تاسو ذهن مناسب کار نکوي او د ښو پوښتنو لیکلو او جوړولو ایډیا نه ورته راځي، (د شاعرانو په اصطلاح د پوښتنو ليکلو الهام نه درته کېږي 😊) نو همدا وخت کې به د مصنوعي ځیرکتیا یا AI له ځینو سیستمونو مرسته وغواړئ چې موږ دلته مشخصاً د ChatGPT په هکله خبره کړو.

مهم: څېړنیزې پوښتنې د چټ جي پي ټي په مرسته مه لیکئ، خو د پوښتنو د موندلو لپاره د چټ جي پي ټي ځوابونو او پوښتنې د یوې ایډیا او ښو پوښتنو د لیکلو لپاره وکاروئ.

څه باید وکړو!؟

لومړی:

موضوع مشخصه او روښانه کړئ، چټ جي پي ټي ته مو د پوښتنو موندلو موضوع او ساحه وټاکئ، یعنې د فرمان یا پرامپټ په لیکلو کې مشخص اوسئ.

دویم:

پس منظر، د اړونده موضوع په هکله مشخص پس منظر ورکړئ او دا ورته وښیئ چې تاسو غواړئ پوښتنې له کومې زاویې یا کوم Context درته ولیکي.

درېیم:

د دې پوښتنو د جوړولو اړتیا ورته ولیکئ چې تاسو دا پوښتنې د څه لپاره غواړئ، د بېلګې په ډول د یوې علمي مقالې د لیکلو لپاره دا څېړنه کوئ.

څلورم:

متفرقه مشخصات ورکړئ چې دا ستاسو په خوښه ورته اضافه کولای شئ، د بېلګې په ډول د پوښتنو ژبه ورته ټاکئ، د پوښتنو شمېر ټاکئ او همدارنګه د پوښتنو د لیکلو ډول ټاکئ چې په رسمي بڼه یې ولیکي.

یادونه:

کومې پوښتنې چې تر لاسه کوئ، هغه مه کاپي کوئ، وګورئ چې ایا پوښتنې ستاسو د فکر او اړیتا سره سمې دي او کنه، وروسته د هرې پوښتنې وضاحت وغواړئ او یا یې خپله د اصلاح کوښښ وکړئ.

لاندې ساده مثال وګورئ.

Topic: The impact of artificial intelligence on job displacement in the technology sector

Context: Artificial Intelligence and Employment Dynamics

Need for: academic paper

Requirement: Generate ten research questions for a journal article

Language: Academic

Tone: Formal