‏د طالبانو تر کنټرول لاندې د مخابراتو وزارت اعلان کړی چې په افغانستان کې یې د “غیراخلاقي او غیرقانوني” ویب‌پاڼو او اپلیکیشنونو، په ځانګړې توګه ټیک‌ټاک او پابجي، فعالیتونه بند کړي دي.

‏دغه وزارت نن شنبه د سپټمبر په ۲۱ مه نېټه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې دا اقدام د طالبانو د ریاست الوزرا د امر له مخې ترسره شوی دی.

‏د مخابراتو وزارت زیاتوي چې اترا ادارې د دې ویب‌پاڼو او اپلیکیشنونو د بندولو لپاره د افغان بیسیم، اتصالات، سلام، ام‌ټي‌ان او روشن ویب‌پاڼو ارزونه کړې ده.

‏د دې وزارت په وینا دغه اپلیکیشنونه د یوې اوونۍ تر ارزونې وروسته په بشپړه توګه بند شوي دي.

‏د یادونې وړ ده چې د طالبانو کابینې په ۱۴۰۱ کال کې د ټیک‌ټاک او یو شمېر نورو اپلیکیشنونو او چینلونو د بندولو پرېکړه کړې وه، چې هغوی یې “غیراخلاقي” بللي وو.

‏دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په دې وروستیو کې د ټولنیزو رسنیو او انټرنیټ په برخه کې ډیر زیات محدودیتونه لګولي دي.