د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارد بنیټ به نن د سه شنبې په ورځ د جون مېاشتې پر ۱۸ مه نېټه ددغې شورا ۵۶ غونډې ته د افغانستان د بشري وضعیت په تړاو خپل وروستی راپور وړاندې کړي.

په ژنیو کې د افغانستان استازولۍ د سه شنبې په ورځ د جون پر ۱۸ مه نېټه د ایکس په ټولنیزه شبکه کې ددې غونډې د جوړیدو په اړه لیکلي، ریچارد بنیټ به د بشري حقونو د شورا غونډې ته د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو د جنایتونو په تړاو د خپلې وینا په ترڅ کې یو قوي راپور وړاندې کړي.

په ژنیو کې د افغانستان استازولۍ ویلي چې د افغانستان د بشري وضعیت په اړه د ریچارد بنیټ په راپور کې د طالبانو له خوا د ښځو پر وړاندې سیستماتیک توپیري چلند له عام ژوند څخه افغان میرمنو ګوښه کولو په تړاو یو تریخ او غمژن تصویر انځور شوی دی.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په ۵۶ غونډه کې به د افغانستان په ګډون په نړۍ کې د بشري وضعیت په اړه بحثونه د جون د میاشتې د ۱۸ ورځې څخه د جولای د میاشتې تر ۱۲ ورځې دوام ومومي.