د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې ددې وزارت سرپرست علي باقري په یوه تیلیفوني اړیکه کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو د وزارت د سرپرست مولوي امیرخان متقي سره د افغانستان او ایران ترمنځ د دوو اړخیزو همکاریو د ډېرېدو ترڅنګ د فلسطین په روان وضعیت خبرې کړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ د جون مېاشتې پر ۱۷ مه نېټه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره چې په ایکس ټولنیزه پاڼه کې خپره شوې ویلي، دواړو چارواکو په دې تیلیفوني اړیکه کې یو بل ته د لوی اختر مبارکي هم ورکړې ده.

په دې خبرپاڼه کې د باقري له قوله ویل شوي چې د ایران او افغانستان ترمنځ دیني، تمدني او فرهنګي مشترکاتو ته په پاملرنې دواړه هیوادونه یو بل سره په همکارۍ او همغږۍ د سیمې د امنیت او ثبات لپاره هڅې کوي.

په خبرپاڼه کې زیاته شوې چې ایران د پرمختګ لپاره د افغانستان خلکو سره په مختلفو برخو کې د مرستو په دوام ټینګار کړی دی.