د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده ته په منسوب اختریزې پیغام کې نوموړي د طالبانو په منځ کې د شته اختلافاتو په پایته رسولو او د هغه په حل ټینګار کړی دی.

د طالبانو حکومت د ملي راډیو تلویزون مرستیال هدایت الله هدایت د اخوندزاده دا وینا په خپل ایکس پاڼه کې خپره کړې ده. طالبان وايي مشر یې په کندهار کې په عیدګاه کې دا خبرې کړې، خو د هغه کوم تصویر او ویدیو له رسنیو سره شریکه شوې نه ده.

د طالبانو مشر په خپلې دغې ۲۳ دقیقه يي اختریزې وینا کې شاوخوا ۱۷ دقېقې د طالبانو د خپل منځي اختلافاتو په موجودیت او د هغوی په حل خبرې کړې دي.

هغه په خپلو خبرو کې په وار وار ټېنګار کړی چې داخلي‌ او خارجي اختلافات ختم کړئ، روغه او جوړه وکړئ او همداراز دوښمنۍ په دوستۍ بدلې کړئ.

اخندزاده په دې پیغام کې طالبانو ته په خطاب کې وايي چې په خپل نظام کې دننه او د باندې «اتحاد» ولري او په وینا یې په خپل اتفاق سره نوموړی معزوله کړي خو له بې اتفاقۍ دې لاس واخلي.