د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي د شنګهای سازمان اکثره غړي ددغه سازمان په فعالیتونو کې د طالبانو د ګډون سره موافق دي، خو د تاجکستان حکومت ورسره مخالفت څرګند کړی دی.
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضیمر کابلوف یوې روسي رسنۍ سره په مرکه کې هیله ښودلې چې تاجکستان به ژر په دې اړه په خپل دریځ باندې بیا غور وکړي.
د ښاغلي کابلوف په وینا، روسیه او اکثریت ګډون کوونکي د تماس ددغه ګروپ د کار د بیرته پیلولو پلوي کوي او په وینا یې هیله مند دي څو تاجکستان پر خپل دریځ باندې بیا غور وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې په مسکو کې د طالبانو شارژدافیر جمال ناصر غروال له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې دغه ډله د شانګهای همکاریو په سازمانو کې د دایمي غړیتوب په هڅه کې ده.
د ویلو ده چې د ۲۰۲۱ کال د اګست دمخه افغانستان د شانګهای د غړو هیوادونو د سازمان په فعالیتونو کې د څارونکي هیواد په توګه برخه اخیستله.