د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدوونکو چارو وزارت اعلان کړی دی چې له پاکستان او ایران څخه څه باندې ۵ زره افغان کډوال ایستل شوي دي.

یاد وزارت د شنبې په ورځ د جون مېاشتې پر ۱۵ مه نېټه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې په تېرو دوه ورځو کې ۴ زره و ۸۸۱ کډوال له ایران او ۷۷۵ کډوال له پاکستان څخه هېواد ته را ستانه شوي دي.

د کډوالو او بېرته راستنېدوونکو چارو وزارت د خبر پاڼې له مخې دغه کډوال د تېرې اوونۍ د پنجشنبې او جمعې په ورځو په ننګرهار کې د تورخم او په کندهار کې د سپین بولدک او همداراز د نیمروز ولایتونو له لارې افغانستان ته را ستانه شوي دي.

په خبرپاڼه کې همداراز زیاته شوې چې په دغو راستنیدونکو کې ۵۷۹ کسان اړمن پیژندل شوي او د کډوالو د نړیوال سازمان دفتر ته ور وپیژندل شوي دي.

د ویلو ده چې له ایران او پاکستان څخه د کډوالو ویستلو لړۍ په شدت سره دوام لري.