د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنۍ ادارهد افغانستان په اتو ولایتونو کې د سختو ورښتونو، تالندې برښنا، بادونو او دوړو اټکل کړی دی.

د هوا پېژندنې ادارې نن پنجشنبه د جون مېاشتې په ۱۳ مه نېټه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې دا وړاندیونه په بدخشان، نورستان، کونړ، سمنګان، بغلان، پروان، کابل او میدان وردګ ولایتونو کې شوې او د باران اندازه به په یادو ولایتونو کې له ۱۵ څخه تر ۲۵ ملي مترو پورې وي.

په خبر پاڼه کې زیاته شوې چې په لوېدیځو ولایتونو کې به تېز بادونه، خاورې او دوړې وي چې د بادونو سرعت به په یوه ساعت کې له ۵۰ تر ۸۰ کیلومټرو پورې وي.

د هوا پېژندنې اداره په داسې حال کې په ۹ ولایتونو کې د سختونو ورښتونو، تالندې برښنا، بادونو اټکل کړی چې په دې ورستیو کې د هېواد ځینې ولایتونه د سختو اورښتونو او سېلابونو شاهد وو چې خلکو ته یې د درنې مرګ ژوبلې اړولو تر څنګ سخت مالي زیانونه هم واړول.