د بشري حقونو د دفاع یوولسو نړیوالو سازمانونو په یوه لیک کې ملګرو ملتونو، امنیت شورا او غړو هېوادونو ته د یو لیک په استولو سره ویلي، چې د دوحې په غونډه کې د طالبانو له حکومت سره تعامل لپاره د ښځو او نجونو پر بشري حقونو جوړجاړی نه شي کېدای.

د بشري حقونو د دغو سازمانونو په لیک کې راغلي چې د تېرې فبرورۍ په میاشت کې په دوحه کې له دویمې ناستې وروسته د طالبانو حکومت په بې ساري ډول د ښځو او نجونو حقونه ترپښو لاندې کړي او همداراز په دې برخه کې یې سرغړونو ته زور ورکړی چې نړیوال کارپوهان یې جنسیتي اپارتاید بولي.

دغه سازمانونه همداراز وايي، په افغانستان کې د ښځو او نجونو لپاره د ۹۷ فرمانونو په صادرولو سره د طالبانو حکومت د دغو حکمونو په عملي کولو کې لا جدي شوی دی.

د بشري حقونو د دغو سازمانونو په وینا، نړیواله ټولنه د طالبانو حکومت له خوا د ښځو حقونو د تامین په مسله کې ناکامه شوې ده.