د کندهار ولایت د طالبانو رسنیز مرکز د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره خبر ورکړی دی چې طالبانو د کندرهار ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې ۱۲ کسان د «لواط»، غلا او له واده څخه بهر د اړیکو په تور په دُرو وهلي دي.

د طالبانو د خبرپاڼې له مخې یاد کسان د سې‌شنبې په ورځ د جون مېاشتې په ۱۱ مه نېټه د کندهار د لومړنۍ محکمې د حکم پر بنسټ په دُرو وهل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو څو ورځې وړاندې په سرپل ولایت کې هم د ښځو په ګډون ۵۲ کسان صحرايي محکمه کړې و.

څه موده مخکې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي یا یوناما له طالبانو غوښتي و چې د بشري حقونو نړیوالو ژمنو ته درناوی وکړي.