د اقتصاد او سولې انسټېټیوټ د سه شنبې په ورځ د جون مېاشتې په ۱۱ مه نېټه د ۲۰۲۴ میلادي کال د سولې نړیوال شاخص په نامه د یو راپور په خپرولو سره افغانستان په جنوبي اسیا کې تر ټولو نا امنه هېواد بللی دی.

د دې انسټېټیوټ په راپور کې راغلي دي چې افغانستان تېر کال د امنیت د ټینګښت په برخه کې تر ټولو ستر پرمختګ درلود، خو په وینا یې روان کال په امنیتي او پوځي برخه کې د دې هېواد وضعیت کړکېچن بللی دی.

په دې راپور کې همداراز زیاته شوې چې اوس د افغانستان پر ځای یمن د نړۍ تر ټولو په کم امنه هېواد بدل شوی دی او افغانستان د ۲۰۲۴م کال د سولې د شاخص په جدول کې د ۱۶۳ هېوادونو په منځ کې ۱۶۰م ځای کې راغلی دی.

د اقتصاد او سولې انسټېټیوټ د راپور له مخې له افغانستان وروسته سوډان، جنوبي سوډان او یمن په دې کتار کې راغلي دي.