اوچا یا د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږې کوونکې اداره وايي، چې په افغانستان کې ۱۹ سلنه ماشومان په شاقه کارونو بوخت دي.

اوچا نن د جون په ۱۲ مه نېټه چې د ماشومانو له کار کولو سره د مبارزې نړیوالې ورځې سره سمون خوري د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې دا موضوع د ماشومانو راتلوونکې او روغتیا لپاره د اندیښنې وړ ده.

د دې بنسټ په خبر پاڼه کې همداراز راغلي دي، چې اړونده بنسټونه باید سره کار وکړي څو ډاډ ترلاسه شي چې هر ماشوم په ارمه فضا کې د زده کړې او ودې فرصت ولري. د جون ۱۲ مه نېټه په داسې حال کې د نړۍ په یوشمېر هېوادونو کې نمانځل کېږي چې په کور دننه افغانستان کې اوس مهال د طالبانو تر حاکمیت لاندې په سلګونه زره ماشومان په ډېر بد وضعیت کې درنو کارونو ته اوږه ورکوي.