[ad_1]

پولنډ په ۲۰۲۲ کال کې د روسیې له بریدو وروسته، د اوکرایني کډوالو د تود هرکلي لپاره خپلې پولې پرانیستې خو د افغانستان، سوریې او افریقايي کډوالو پر وړاندې يي پولې و تړلې. د کډوالو نیوز خبریاله مارلن پاناره د پولنډ پولې ته ورغلې او دغه راپور يي چمتو کړی.

د اپریل په ۲۷، د پولنډ د ووینووکا کلي له ټولو ۴۰ اوسیدونکو څخه ۲۰ تنه يي په یوه ناسته کې ګډون کوي. دغه ناسته چې د POPH په نوم مرستندویه سازمان لخوا جوړه شوې ، موخه يي په یاده سیمه کې د کډوالو د وضعیت څیړل ده.

د ووینوکا وړه کلۍ د بیلاروس پر پوله د پودلیز په سیمه کې موقعیت لري چې هره ورځ ګڼ شمیر کډوال له دغه ځایه تیریږي او خپل سفر ته دوام ورکوي. له ۲۰۲۱ کال راهیسې له روسیې او بیلاروس څخه ورتلونکي کډوال له دغه لارې تیریږي تر څو ځانونه لویدیځې اروپا ته ورسوي.

تصویر:  د ووینوکا کلی له بیلاروس سره په دوه کیلو متري کې پرته ده. انځور: مارلن پنارا/ کډوال نیوز اپریل ۲۰۲۴.
تصویر: د ووینوکا کلی له بیلاروس سره په دوه کیلو متري کې پرته ده. انځور: مارلن پنارا/ کډوال نیوز اپریل ۲۰۲۴.

د مرستندویانو په یاده ناسته کې د سیمې یوه اوسیدونکې وايي:« له دوو کلونو راهیسې هره ورځ ګورم چې سرحدي ساتونکي زما د کور له مخې تیریږي. زه نور دلته د امنیت احساس نه کوم او دلیل يي د کډوالو شتون نه بلکه د پولیسو موټر او سرتیري دي چې له ډیر سرعت سره له دغه ځایه تیریږي.»

د کلي دغه میرمنه وايي:« زه د کډوالو وضعیت درک کوم خو دا هم منم چې دولت زمونږ له خاورې څخه ساتنه کوي.»

 پولنډ کې د یو میلیون اوکرایني کډوالو هرکلۍ

د سازمانونو ناسته دوه ساعته دوام کوي او ګډونوال پر پوله د کډوالۍ د کړکیچ او بشري کړکیچ په اړه خبرو ته دوام ورکوي. د POPH او Hope and Humanity سازمان یوه غړې مالګورزاتا ریشارسکا وايي:« مونږ د ټولو خلکو نظرونو ته غوږ نیسو. د دولت او ټولنیزو فعالانو نظرونو پر ته د خلکو نظرونو ته کم غوږ نیول کیږي.»

پولنډ کې د لومړي ځل لپاره پر اوکراین د روسیې له بریدو وروسته، خلک له کډوالو سره خپله همبستګي څرګندوي. د څو میاشتو په لړ کې، سلګونه زره اوکرایني کډوال د جګړې له ویرې پولنډ ته تښتي. دوه کاله وروسته پولنډ له یو میلیونو څخه د ډیرو اوکرایني کډوالو په کوربه هیواد بدلیږي.

په ناسته کې د یو سازمان مسول وايي:« د ملګرو په ډله کې مې داسې کس نه شته چې لږ تر لږه یو ځل يي د اوکرایني کډوالو هرکلۍ نه وي کړای.»

اندیښنه داده چې ولې پولنډ له افغان، سوریايي او افریقايي کډوالو سره ورته چلند نه کوي ؟

د ۲۰۲۱ کال په ډسمبر میاشت کې، د پولنډ اوسیدونکو د شنو څراغونو په لګولو اعلان وکړ چې د هغو کډوالو هرکلي ته چمتو دي چې د یوې شپې لپاره خوب، کالي او خوراکي موادو ته اړتیا ولري. څو میاشتې وروسته د کډوالو څخه د ملاتړ دغه غږونو زور واخیست.

تصویر: د ۲۰۲۱ کال په ډسمبر میاشت کې، د پولنډ اوسیدونکو د شنو څراغونو په لګولو يي د کډوالو د ملاتړ اعلان وکړ. انځور: انسټاګرام
تصویر: د ۲۰۲۱ کال په ډسمبر میاشت کې، د پولنډ اوسیدونکو د شنو څراغونو په لګولو يي د کډوالو د ملاتړ اعلان وکړ. انځور: انسټاګرام

په سیمه کې د بشري حقونو سازمانونو تل پر دولت له دې امله نیوکه کړې چې د اروپايي او غیر اروپايي کډوالو سره ورته چلند نه کوي. تیرکال یوه سروي ترسره شوه چې له مخې يي ډیرۍ پولنډي وګړي د غیر اروپايي کډوالو په اړه منفي نظر لري.

د سروې له مخې دوې غیر اروپايي کډوال نه خوښوي او یا ویره ترې لري خو ۶۲ سلنه پولنډیان په دې باور دي چې د اوکرایني کډوالو شتون د دوې د هیواد د راتلونکي په ګټه دی.

مرستندویه بنسټونه د کډوالو تیر منځ د دغه دوه ګوني چلند لامل د کډوالو پر ضد منفي تبلیغات بولي چې د ۲۰۱۵ او ۲۰۲۳ کلونو ترمنځ د واکمنو ګوندونو لخوا ترسره کیدل. د هغه مهال واکمنې ډلې، له بیلاروس سره پر پوله د ۱۸۶ کیلومترو په اندازه دیوال جوړ او سلګونه پولیس يي پر پوله ځای پر ځای کړ تر څو د کډوالو مخه و نیسي. پخوانی لومړی وزیر ماتیوش موراویسکي، په خپلو ټاکنیزو کمپاینونو کې په ۲۰۲۳ کال کې په ټولنیزو شبکو کې يي د کډوالو ضد ویډیوګانې خپرولي.

د کډوالو او ځايي خلکو ترمنځ اړیکي

په سیمه کې یو تن عراقي کډوال علي* وايي چې له پولې څخه له اوښتو وروسته مې له یو بزګر څخه د اوبو غوښتنه وکړه: « هغه ما ته او زما ملګري ته و کتل او په انګریزي يي وویل « نو هلپ».

عبدو* یو بل کډوال دی چې د سیمې د اوسیدونکو له بد چلند څخه شکایت لري او وايي:« دلته له خلکو سره اړیکه نیول تل آسانه نه وي.»

د POPH مرستندویه سازمان غړې مالګورزاتا ریشارسکا مني چې خلک له کډوالو ویریږي خو وايي چې له کډوالو سره خواخوږي هم شتون لري.

خو داسې خلک هم شته چې د کډوالو لاسنیوی کوي. ۱۷ کلن ماتیوس خپل اضافي وخت په ځنګل کې کډوالو لپاره د خوراکي موادو، اوبو او نورو وسایلو په ویشلو مصرفوي. هغه وايي چې دولت تل کډوالو ته د تر هګر خطاب کوي او وايي چې پر پوله د ترهګرو شمیر ډیر شوی. ماتیوس وايي چې دوې هم زمونږ په څیر عادي انسانان دي.

 *مستعار نومونه

[ad_2]

Source link