[ad_1]

په هنګري کې د نړیوالې ساتنې غوښتل تقریباً ناشوني دي. له تېرو څو کلونو راهیسې دغه اروپایي هېواد د کډوالو پر وړاندې سخت سیاست غوره کړی دی. همدارنګه د پناه غوښتنې سیستم یوازې د هنګري له خاورې بهر فعال دی. یاد حالت د اروپایي ټولنې او هنګري ترمنځ د قضایي جنجالونو لامل ګرځېدلی دی. کډوال نیوز هنګري کې د نافذو قواعدو په اړه معلومات ورکوي.

د کډوالو د حقونو مدافع بنسټونه او آن اروپایي‌ ټولنه هنګري کې د پناه غوښتنې پر سیستم سختې نیوکې کوي او وايي چې دغه هېواد د پناه غوښتنې په برخه کې د اروپایي او نړیوالو قواعدو څخه سرغړونه کوي.

له ۲۰۱۵ راهیسې نږدې ۱،۳ میلیونه کسانو د اروپایي ټولنې په غړو هېوادونو کې د پناه غوښتنه کړې ده.

د هنګري حکومت په ښکاره توګه د کډوالو پر وړاندې سخت سیاست غوره کړی دی.‌ کډوال د دغه هېواد له پولو څخه په شا تمبول کېږي او همدارنګه د مهاجرو لپاره حقوقي ضمانتونه کم شوي‌ دي. دا مسله بوداپست کې د بشري حقونو مدافع بنسټ هلسینکي کمیټې مستنده کړې ده.

کارپوهان وایي‌ چې د هنګري‌ خاورې ته د داخلېدو پر مخ خڼدونه او همدارنګه د پناه غوښتنې پروسیجر ته محدود لاسرسی دغه هېواد کې د نړیوالې ساتنې غوښتل سخت یا تقریباً ناممکن کړي دي.

د ۲۰۱۵ په پای کې هنګري له صربیا او کروشیا سره د ۱،۷ میلیارده یورو په ارزښت د امنیتي دېوال د جوړولو کار پیل کړ. دغه دېوال ۱۵۰ کیلومتره اوږدوالی لري.

هنګري کې د هلسینکي کمیټې مشره انیکو باکوني. اسکرین شاټ: راما جامارکاني، ناتاشا ملرش
هنګري کې د هلسینکي کمیټې مشره انیکو باکوني. اسکرین شاټ: راما جامارکاني، ناتاشا ملرش

هنګري کې د هلسینکي کمیټې مشره انیکو باکوني وایي چې ۲۰۱۵ یوازې د اروپایي ټولنې لپاره مهم کال نه و، بلکې هنګري کې «د پناه غوښتنې سیستم د قصدي ویجاړولو فرصت» هم و.

له ۲۰۱۵ راهیسې هنګري‌ د کډوالۍ قوانین سخت کړي دي. انیکو باکوني وایي‌ چې دمګړی د هنګري د پناه غوښتنې سیستم ته «لاسرسی اساساً ممکن نه دی». هغه زیاتوي چې داسې قوانین شته چې هنګري ته د خلکو د داخلېدو مخنیوی کوي او کډوالو ته اجازه نه ورکوي چې دغه هېواد کې پناه وغواړي: دې ته د «سفارتونو» سیستم وایي.

د ۲۰۲۰ په پای کې چارواکو یو داسې سیستم ایجاد کړ چې له مخې یې د هنګري په خاوره کې د پناه غوښتل ناممکن شول. د دې سیستم پر اساس، پناه غوښتونکي باید بلګراد یا کیف سفارتونو ته د «نیت لیک» په نوم سند وړاندې کړي. انیکي باکوني‌ وایي چې د جګړې له امله تر اوسه چا د کیف سفارت ته نه ده مراجعه کړې.

کله چې دغه سند تایید شو، نو پناه غوښتونکو ته هنګري ته د موقت سفر جواز ورکول کېږي. یاد کس بیا هنګري ته له رسېدو وروسته کولی شي چې د پناه غوښتنه وکړي.

هنګري کې د هلسینکي کمیټې په وینا، دغه هېواد غواړي چې د پناه غوښتنې سیستم او خپلې خاورې ته د لاسرسي په محدودولو سره د اروپایي ټولنې د پناه غوښتنې له ګډ سیستم څخه ځان وباسي.

له ۲۰۱۵ راهیسې د هنګري د پناه غوښتنې سیستم کې بدلونونه

د صربيایي سازمان کلیکتیف غړې ملیکا سباویچ وایي چې په ۲۰۱۶ کې د هنګري حکومت د خپلې خاورې یوه برخه د «ترانزیټ زون» ونوموله. دا په دې مانا چې هغه کسان چې یاد زون کې ساتل کېدل د هنګري په خاوره کې نه وو داخل شوي.

د ۲۰۱۷ په مارچ کې هنګري یو بل قانون تصویب کړ چې له مخې یې کډوالو یوازې په هغو دوو «ترانزیټ زونونو» کې د پناه غوښتلو اجازه درلوده چې د صربیا او هنګري پر پوله یې موقعیت درلود.

دا هم ولولئ
په اروپايي ټولنه کي د پناه غوښتني اصلاحات

هنګري کې د ترانزیټ زون. انځور: پېکچر الاینز، اې پي فوټو، پي. ګوروندي
هنګري کې د ترانزیټ زون. انځور: پېکچر الاینز، اې پي فوټو، پي. ګوروندي

ملیکا سباویچ کډوال نیوز ته وایي: «هدف دا و چې خلک په دغو زونونو کې وساتل شي او ورته اجازه ورکړل شي چې د پناه غوښتنه وکړي، خو وروسته بیا ټولې غوښتنې په دې اساس رد شي چې ګواکي پناه غوښتونکي له یو درېم هېواد څخه راغلي دي.»

بله مسله دا چې له صربیا سره د بیا منلو تړون د شرایطو تر پوره کېدو پورې، رد شوي پناه غوښتونکي په اونیو اونیو ترانزیټ زونونو کې په بند کې پاتې کېدل. ملیکا سباویچ وایي: «هلته زیانمنونکي‌ خلک په بند کې پاتې کېدل چې په ډله کې یې ماشومان او کورنۍ هم وې.»

دغه سیستم تر ۲۰۲۰ پورې دوام وکړ: په دغه کال کې د اروپایي‌ ټولنې د عدالت محکمې د ترانزیټ زونونه لغوه کړل.

دا هم ولولئ
هنګري وایي چې له صربستان سره پر پوله ترانزیتي کمپونه تړي

له ۲۰۱۲ څخه تر ۲۰۱۲۳ پورې هنګري کې د پناه غوښتنې قضیو شمېر. انځور: هنګري کې د هلسینکي کمیټه
له ۲۰۱۲ څخه تر ۲۰۱۲۳ پورې هنګري کې د پناه غوښتنې قضیو شمېر. انځور: هنګري کې د هلسینکي کمیټه

بوداپست کې د کډوالۍ نړیوال سازمان مشر دانیل باګامېري وایي چې دغه قانون د پناه غوښتنې د عملي کېدو زمینه محدودوي. یاد سیستم محدودونکی دی او له امله یې له ۲۰۱۵ راهیسې هنګري کې د کډوالو شمېر کم شوی دی.

د کلیکتیف سازمان مشر ملیکا سباویچ ټینګار کوي چې د هنګري په خاوره کې خلکو ته د پناه غوښتلو اجازه نه ورکول «د نړیوالو او اروپایي ټولنې له قواعدونو سرغړونه» بلل کېږي.

 د ۲۰۲۰ د جون څخه د ۲۰۲۳ تر پایه پورې، سفارتونو ته یوازې ۹۹ «نیت لیکونه» وړاندې شوي چې له ډلې یې ۲۱ کسانو ته هنګري ته د داخلېدو اجازه ورکړل شوې ده. انځور:‌ هنګري کې د هلسینکي کمیټه
د ۲۰۲۰ د جون څخه د ۲۰۲۳ تر پایه پورې، سفارتونو ته یوازې ۹۹ «نیت لیکونه» وړاندې شوي چې له ډلې یې ۲۱ کسانو ته هنګري ته د داخلېدو اجازه ورکړل شوې ده. انځور:‌ هنګري کې د هلسینکي کمیټه

لکه څنګه چې په پورتني ګرافیک کې لیدل کېږي، له ۲۰۲۰ راهیسې یوازې ۲۱ کسان توانېدلي چې د«سفارتونو» د سیستم پر اساس هنګري ته د ننوتلو او هلته د پناه غوښتلو اجازه ترلاسه کړي. د هلسینکي کمیټې مشر انیکو باکوني وایي: «[دا سیستم] په شکلیاتو کې شتون لري،‌ خو په ماهیت کې پناه غوښتنې ته د لاسرسي اجازه نه ورکوي.»

د ۲۰۲۰ په اکتوبر کې اروپایي کمېسیون د هنګري او د هغو قوانینو پر وړاندې چې د ۲۰۲۰ په می میاشت کې تصویب شوي .وو د سرغړونې پنځم پروسیجر پیل کړ.

د کډوالو په شا تمبونه او د اروپا د قضایي سیستم کمزوی

له ۲۰۱۶ راهیسې د هنګري پولیس بې سنده کډوال صربیا ته شړي. د هلسینکي کمیټه وایي چې په شا تمبول شویو کسانو ته د پناه غوښتنې اجازه ورکړل شوې نه ده او چا یې خبرو ته غوږ نه دی نیولی.

که څه هم د اروپایي ټولنې د عدالت او بشري حقونو محکمو په ۲۰۲۰، ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲ کې د کډوالو په شا تمبول غیرقانوني وبلل، خو له پولې د کډوالو شړل لا هم ادامه لري. د ملیکا سباویچ په وینا، د ترانزیټ زونونه چې په ۲۰۲۰ کې وتړل شول اوس د هغو کډوالو د راټولولو ځایونو په توګه کارول کېږي چې صربیا ته شړل کېږي.

له ۲۰۲۲ راهیسې د په شا تمبولو په ترڅ کې د تاوتریخوالي پېښو کې زیاتوالی راغلی دی. د ملیکا سباویچ په خبره: «خلک وایي چې د هنګري پولیس کډوال په سپیو ډاروي، وهي ټکوي یې،‌ سپکاوی ورته کوي او دې ته یې مجبوري چې خپل کالي وباسي.»

انيکو بانکوني وایي چې که چېرې کډوال د پولیسو له خوا ونیول شي، نو بېرته شړل کېږي. خو که چېرې له پولیسو سره مخامخ نه شي، خپل لار ته ادامه ورکوي.»

یاده دې وي چې ځینو مواردو کې کډوال له اتریش څخه هنګري او له هنګري څخه بیا صربستان ته هم استول کېږي. د هلسینکي کمیټه وایي چې په ګڼو مواردو کې کډوال هغه هېواد ته استول شي چې دوی ترې هنګري ته نه دي داخل شوي.

لوګزامبورګ کې د اروپا د عدالت محکمه. انځور: ایماګو، پي شایبر
لوګزامبورګ کې د اروپا د عدالت محکمه. انځور: ایماګو، پي شایبر

د مالي مرستو بندېدل

د اروپا د بشري حقونو او عدالت محکمو پر تصامیمو سربېره، د هنګري د کډوالۍ سیاستونو پر وړاندې نور پروسیجرونه هم پیل شوي دي.

د ۲۰۲۰ په سپتمبر کې اروپایي قضا پرېکړه وکړه چې هنګري د «بې بنسټه» امنیتي اندېښنو پر اساس خلکو ته له پناه ورکولو دده کوي.

تېر کال محکمې د «سفارتونو» سیستم هم غیرقانوني وباله.

دمګړی د اساسي ازادیو لکه د پناه غوښتنې سیستم په تړاو د موجودو اندېښنو پر اساس، پر هنګري د ۱۱،۷ میلیارده یورو په ارزښت د اروپایي ټولنې مالي مرستې بندې شوې دي.

انیکو باکوني وایي: «زه فکر کوم چې اروپایي ټولنې خپلې ټولې هڅې کوي… هنګري باید خپلو قوانینو کې بدلون راوستلی وای او فرمانونو ته یې درناوی کړی وای… خو دغه پرېکړې په هنګري کې نه عملي کېږي.»

کډوال نیوز هڅه وکړه چې د هنګري د چارواکو نظر هم واخلي، خو بریالی نه شو.

کډوال نیوز همدارنګه له اروپایي کمېسیون سره اړیکه ونیوله، خو یاد کمیسیون د اوسنۍ مقالې له نشر مخکې د دې مسلې په اړه له تبصرې ډډه وکړه.

راما جارماکاني د دغې مقالې لیکلو کې همکاري کړې ده.

[ad_2]

Source link