[ad_1]

ډېری هغه کډوال چې له بېلاروس څخه پولنډ ته په رسېدو بریالي‌ کېږي په دغه هېواد کې د پناه غوښتنه کوي. خو پولنډ کې د پناه غوښتنې پروسیجر څه ته وایي او څنګه دی؟ بشپړ معلومات لاندې مطلب کې.

د ۲۰۲۱ له اوړي راهیسې زرګونه کډوال هڅه کوي چې پر خطرناکو لارو له بېلاروس څخه ځانونه پولنډ ته ورسوي. د پولنډ د پوله ساتو ځواکونو په خبره، د ۲۰۲۴ له پیل راهیسې، تر ۱۳۰۰۰ کسانو، چې د روسیې او یا بېلاروس ویزې یې درلودې، هڅه کړې چې د پولنډ خاورې ته داخل شي.

ډېری دغه کډوال د سوریې، عراق، افغانستان، کامرون او یا سوډان اتباع دي. په ۲۰۲۲ کې پولنډ د پناه غوښتنې ۹۰۰۰ دوسیې او په ۲۰۲۱ کې بیا ۷۶۰۰ دوسیې ثبت کړې وې.

په پولنډ کې د پناه غوښتنې چارې څنګه ترسره کېږي او پناه غوښتونکو له کومو حقونو څخه برخمن دي؟ دلته یې بشپړ جزیات لوستلی شئ.

۱. د پناه غوښتنه

  • له بېلاروس سره پر پوله

د نړیوالو قوانینو پر اساس، ټول هغه بهرنیان چې د پولنډ خاورې ته په رسېدو بریالي‌ کېږي، حق لري چې په شفاهي یا کتبي توګه پناه وغواړي. مهاجر کولی شي چې د پولنډ پولې ته له رسېدو سره سم له پوله ساتو ځواکونو څخه د پناه غوښتنه وکړي.

پوله ساتي ځواکونه دنده لري چې دغه پناه غوښتنلیکونه پولنډ کې د بهرنیانو ادارې ته واستوي.

خو د بشري حقونو سازمانونه او عیني شاهدان وایي چې پر پوله د پناه غوښتنې له حق څخه په منظمه توګه سرغړونه کېږي. سوډانی کډوال عز الدین وایي: «امنیتي ځواکونو ته مې وویل چې پناه غواړم، خو زما غوښتنې ته یې غوږ ونه نیوه.» دغه مهاجر چې اته ځله یې له بېلاروس څخه پولنډ ته د اوښتو هڅه کړې ده وایي‌ چې هر ځل یې د پناه غوښتنه کړې، خو د پولنډ له خاورې څخه په شا تمبول شوی دی.

پناه غوښتونکي اړ دي چې خپل د هویت اسناد پوله ساتو ځواکونو ته ورکړي. دغه اسناد د بهرنیانو ادارې ته استول کېږي او د پروسیجر تر پایه پورې یاده اداره کې ساتل کېږي. په بدل کې یې پناه غوښتونکو ته «د بهرنیانو لپاره لنډمهال تصدیق لیک» په نوم سند ورکول کېږي چې کډوالو ته پولنډ کې د اوسېدو اجازه ورکوي.

دغه سند ۹۰ ورځې اعتبار لري او د تمدید وړ دی.

  • د کډوالو په مرکز کې

مهاجر کولی شي چې د پولنډ په ۱۶ مرکزونو کې کې هم د پناه غوښتنه وکړي. دغه مرکزونه یا پرانیستي دي او یا تړلي: مانا یې دا چې کډوال یا له قید او شرط پرته ترې د وتلو اجازه لري او یا نه.

په تړلو مرکزونو کې کډوال کولی شي چې له پوله ساتو ځواکونو څخه په شفاهي یا کتبي ډول د پناه غوښتنه وکړي. مهاجر تر دغه درخواست وروسته پرانیستو مرکزونو ته استول کېږي چې پناه غوښتونکو ته ځانګړي شوي دي.

خو ځینې وختونه له دغې قاعدې څخه هم سرغړونه کېږي. عراقی کډوال علي چې بیالا پودلاسکا کې اوسېږي تر پناه غوښتنې وروسته پرانیستي مرکز ته واستول شو، خو عبدو بیا د لسزنولا په تړلي مرکز کې پاتې شو. عبدو وایي: «د پناه غوښتنه مې کړې وه، خو دوی داسې یو ځای کې ساتلم چې زندان ته شانته و.» یو شمېر پناه غوښتونکي په میاشتو میاشتو په دغو مرکزونو کې پاتې کېږي.

پوله ساتي ځواکونه صلاحیت لري چې، مثلاً، د ژباړونکي تر رسېدو پورې د پناه غوښتنلیکونو له منلو ډډه وکړي. خو د کډوالو او تبعیدیانو په چارو کې د اروپایي شورا یا اي سي آر اي راپور اېدا وایي چې له دې سره سره یې «هیله» یا «خواست» باید درج او د د هغوی د دوسیو د ثبت لپاره وخت وټاکل شي. په دغه موده کې پناه غوښتونکو ته د اخراج د اسنادو ورکول غیرقانوني دي.

خو په مرکزونو کې پناه غوښتنه سخته ده او د دغه پروسیجر پیل او ترسره کېدل د پوله ساتو ځواکونو له تصامیمو سره تړلي دي. د ګروپا ګرانیکا غړې ژوانا په خبره، «ځینې وختونه کډوال اړ دي چې څو اونۍ انتظار وکړي ترڅو پوله ساتي ځواکونه له ژباړونکو سره اړیکه ونیسي» او د کډوالو دوسیې ثبت کړي. یو شمېر کډوال هم له پناه غوښتنې مخکې د اخراج لیکونه ترلاسه کوي.

د دوسیې له ثبت وروسته، پوله ساتي ځواکونه باید پناه غوښتونکو ته یو رسمي سند ورکړي چې لاندني معلومات پکې درج شوي وي:

– د پناه غوښتنې قواعد

– د پناه غوښتونکو حقونه او مکلفیتونه او قضایي پایلې یې

– مرستندویه سازمانونه

– د دولت وړیا قضایي خدماتو ته لاسرسی

– د هغه مرکزونو ادرسونه چې پناه غوښتونکي پکې اوسېدلی شي

کم عمره کډوال:‌ کم سنه کډوال له پناه غوښتنې مخکې باید د هډوکو یا غاښونو له ازموینو تېر شي.

که څه هم دغه ازموینې په بېلابېلو اروپایي هېوادونو کې ترسره کېږي، خو کارپوهان یې پر اعتبار شک څرګندوي. شپاړلس کلن کامرونی کډوال بنیامین د غاښونو تر ازموینې وروسته د کم سن کډوال په توګه ونه پېژندل شو او څو میاشتې د بالغو کډوالو مرکز کې بندي و.

۲. پولنډ کې د پناه غوښتونکو ژوند

  • له مراکزو څخه بهر

هغو پناه غوښتونکو ته چې له مراکزو څخه بهر اوسېږي، په میاشت کې د سرپناه لپاره ۱۶۵ او د خوړو لپاره ۱۱ یورو ورکول کېږي. یوه څلور کسیزه کورنۍ بیا په میاشت کې ۳۱۸ یورو ترلاسه کوي.‌

د اي سي آر اي په خبره، له دغه مبلغ سره وارشا کې د یو اپارتمان یا حتی د یوې کوټې کرایه کول سخت او حتی ناممکن دي، خصوصاً چې یو شمېر پولنډیان بهرنیانو ته د خپلو کورونو له کرایه ورکولو ډډه کوي.

  • د پناه غوښتونکو په لسو ځانګړو مرکزونو کې

دغو مرکزونو کې پناه غوښتونکي لاندنیو مواردو ته لاسرسی لري:

– سرپناه

– مرکز کې خواړه او یا مالي معادل یې

– په میاشت کې د ۱۰،۶۱ په ارزښت د شخصي لګښتونو لپاره مالي مرسته

– د روغتیایي شیانو د پېرلو لپاره په میاشت کې ۴،۲۴ یورو مالي مرسته

– د کالیو یا بوټانو د اخیستو لپاره د ۲۹،۷۱ یورو په ارزښت کوپون

که چېرې پناه غوښتونکی په مرکز کې د پاککارۍ، ژباړنې، د کډوالو لپاره د فرهنګي یا زدکړیزو فعالیتونو جوړولو کې برخه واخلي، نو ورته ۱۰،۶۱ یورو نه بلکې ۲۱،۲۴ یورو ورکول کېږي.

د بیالا پودلاسکا تړلي مرکز کې د پناه غوښتونکو په ګډون ۲۵۰ کډوال اوسېږي. انځور: مارلېن پانارا، کډوال نیوز
د بیالا پودلاسکا تړلي مرکز کې د پناه غوښتونکو په ګډون ۲۵۰ کډوال اوسېږي. انځور: مارلېن پانارا، کډوال نیوز

ټول پناه غوښتونکي له دغو حقونو برخمن دي:

– د پولنډي ژبې کورسونو کې ګډون او د کورس موادو ته وړیا لاسرسی

– د ماشومانو لپاره د ښوونځي وسایل

– د پناه غوښتنې چارو، روغتیایي معاینو او یا واکسین لپاره د عامه ترانسپورټ لګښتونه د دولت له خوا ورکول کېږي

– روغتیایي خدماتو ته لاسرسی

۳. مرکه

پناه غوښتونکي د خپلو غوښتنلیکونو له وړاندې کولو څو اونۍ یا څو میاشتې وروسته د بهرنیانو له ادارې سره د مرکې وخت ترلاسه کوي. دوی حق لري‌ چې ژباړونکي ولري.

له چارواکو سره مصاحبې په فزیکي توګه یا د ویډیو کنفرانس له لارې ترسره کېږي.

پناه غوښتونکو ته د هغوی په مورنۍ ژبه ځواب ورکول کېږي.

چارواکي باید د ۶ میاشتو په موده کې له پناه غوښتونکو سره د مرکې لپاره اړیکه ونیسي. که چېرې د یو پناه غوښتونکي قضیه «پیچلې» وي یا دوسیه یې پوره نه وي، دغه موده تر ۱۵ میاشتو غځول کېږي.

۴. استیناف

د منفي ځواب په صورت کې پناه غوښتونکي حق لري چې د ۱۴ ورځو په موده کې د استیناف غوښتنه وکړي. د بهرنیانو اداره له پناه غوښتونکو سره قضایي مرسته کوي.

د استنیاف غوښتنه د کډوالو کمیسیون ته وړاندې کېږي. دغه کمیسیون د یوې میاشتې په موده کې د استیناف غوښتنې ته ځواب ورکوي.

ځینې وختونه د انتظار موده اوږده ده. د اي سي آر اي په خبره، په ۲۰۲۲ کې د کمیسیون له خوا د استیناف د غوښتنو اروزنې په اوسط ډول ۱۲۷ ورځې وخت نیولی و. یو شمېر سازمانونه وایي چې په زیاتو مواردو کې دغه پروسیجر «سمبولیک» دی او یاد کمیسیون یوازې «د بهرنیانو ادارې پرېکړې تاییدوي». په ۲۰۲۲ کې، د ۱۵۳۱ استیناف غوښتنلیکونو څخه ۱۴۴۹ ته یې منفي ځوابونه ورکړل شوي وو.

د منفي ځواب په صورت کې پناه غوښتونکي باید د ۳۰ ورځو په موده کې له پولنډ څخه ووځي.

۵. مثبت ځواب

د مثبت ځواب په صورت کې کډوالو ته د «کارتا پوبيتو» په نوم اقامت کارت ورکول کېږي. د جانبي حفاظت سند دوه کاله اعتبار لري.

د قانون له مخې، ټولو اقامت کارتونو کې باید ولیکل شي چې درلودونکي یې د کار بازار ته لاسرسی لري. کډوال او د جانبي حفاظت درلودونکي کولی شي چې د پولنډیانو په شان په ټولو سکتورونو کې کار وکړي.

پناه غوښتونکي کولی شي چې د مثبت ځواب له ترلاسه کولو وروسته تر ۲ میاشتو پورې د هرکلي مراکزو کې پاتې شي. خو له ۲ میاشتو وروسته دوی اړ دي چې د چارواکو په صلاحدید او د شخصي ادغام د ۱۲ میاشتني پروګرام په چوکاټ کې په یو بل ځای کې ژوند وکړي.

کډوال باید د خپلو کارتونو د انقضا له مودې ۳۰ ورځې مخکې د اقامې د تمدید غوښتنه وکړي.

[ad_2]

Source link