ملګرو ملتونو د ښځو د نیولو، ګواښلو او د معترضینو پر وړاندې د زور زیاتي په اړه اندېښنه څرګنده کړه

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي «یوناما» په هرات ولایت کې د طالبانو له‌خوا د حجاب د نه رعایت په تور د لسګونو ښځو د نیولو او د لاریون‌والو پر وړاندې د زور زیاتي کارولو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

یوناما د چهارشنبې په ورځ په خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې طالبانو د روانې اونۍ په شپږمه او اوومه نېټه په هرات کې لږ تر لږه ۳۰ ښځې نیولې او سلګونه نورې ښځې یې په شفاهي ډول ګواښلې دي.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، نیول شوې ښځې له یوه ورځني بند وروسته خوشې شوې دي.

یوناما ویلي، دا ډول خپل‌سرې نیونې او توقیفونه د ښځو او د هغوی د کورنیو پر ژوند ژور اغېز کوي او د ټولنیز فشار او انزوا خطر زیاتوي.

دغه سازمان همداراز د هرات د جبریل سیمې د اوسېدونکو د اعتراض پر مهال د طالبانو له‌خوا د زور زیاتي کارولو په اړه اندېښنه ښودلې او تایید کړې یې ده چې په ډزو کې یو کس وژل شوی او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.

یوناما ویلي، د یوې بلې احتمالي مړینې په اړه پلټنې روانې دي.

د یوناما سرپرستې جورجیت ګانیون ویلي: «په افغانستان کې د یوې ښځې توقیف کول کولی شي له خوشې کېدو وروسته هم هغه د کورني تاوتریخوالي، بدنامۍ او ټولنیزې انزوا له خطر سره مخ کړي.»

هغې زیاته کړې، طالبان د نړیوالو قوانینو له مخې مکلف دي چې د بیان ازادي، د سوله‌ییزو اعتراضونو حق او د خپل‌سرو نیونو پر وړاندې د خلکو خوندیتوب تضمین کړي.

یوناما پر طالبانو غږ کړی چې هغه ټولې تګلارې او اقدامات لغوه کړي چې د افغان ښځو او نجونو بشري حقونه او بنسټیزې ازادۍ محدودوي.