د ماشومانو د ملاتړ نړیوال سازمان (یونېسف) د پولیو د نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، چې د ګډو نړیوالو هڅو له لارې د پولیو ناروغي په بشپړ ډول له منځه وړل ممکن دي. د یونېسف اجرائیه مشرې کاترین رسل ویلي، په تېرو ۳۶ کلونو کې د پولیو پېښې په نړۍ کې ۹۹ سلنه کمې شوې دي، او دا د نړیوالو د دوامدارو هڅو نتیجه ده.
اوس مهال افغانستان او پاکستان هغه دوه هېوادونه دي، چې لا هم د پولیو ویروس پکې شته او ماشومان یې له دې وژونکې ناروغۍ سره مخامخ دي.
په افغانستان کې د یونېسف مشر تاجالدین اویوېلې ویلي: “هیڅ ماشوم باید د داسې ناروغۍ له وېرې سره ژوند تېر نه کړي، چې موږ د هغې د مخنیوي لارې پېژنو.”
هغه زیاته کړه چې پولیو درملنه نه لري، خو د وقایې لار یې ډېره ساده ده یوازې څو څاڅکي واکسین کولای شي د ماشومانو ژوند او راتلونکی خوندي کړي.

