‏د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصف وروستۍ څرګندونې، چې افغانستان ته یې د جګړې ګواښ کړی، “خطرناکه بې‌پروايي” بللې ده.

‏خلیلزاد په خپل ایکس پوسټ کې لیکلي، چې د شخصي احساساتو پر بنسټ ملي پرېکړې کول کولی شي دواړه هېوادونه، افغانستان او پاکستان، یوې ویجاړونکې او غیر ضروري جګړې ته راکاږي.

‏هغه ټینګار کړی: «د پاکستان دفاع وزیر په ښکاره ډول افغانستان ته د جګړې ګواښ کړی دی. دا د خطرناکې بې‌پروايۍ څرګندونه ده. هغه د افغانانو او ان د پاکستان د پښتنو پر وړاندې دښمنانه چلند ښيي. ایا د یو کس احساسات باید پاکستان یوې ویجاړونکې جګړې ته بوزي؟»

‏خلیلزاد زیاته کړه، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ جګړه د دواړو هېوادونو د تاوان سبب ګرځي او باید ترې ډډه وشي. د ده په وینا، «دا یوه بایلونکې لوبه ده.»

‏هغه د سیمې د ثبات لپاره د ډیپلوماسۍ، خبرو، دوه اړخیزو تړونونو او رغنده ګاونډیتوب پر لور د تګ غوښتنه وکړه.

‏دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې یوې باخبرې سرچینې ویلي، د ترکیې په استانبول کې د افغان او پاکستاني پلاویو ترمنځ خبرې د ۱۵ ساعتونو اوږدو بحثونو وروسته یوې نهايي مسودې ته رسېدلې دي، چې پکې د اوربند د څارنې لپاره د څلور اړخیزو میکانیزم جوړولو وړاندیز هم شامل دی.