د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد وایي، د دوی ځواکونو د تېرې شپې د غچ اخیستونکو بریدونو پر مهال د پاکستاني اړخ تر ۲۵ پورې پوستې نیولې وې، خو وروسته د جګړې له درېدو سره بېرته پرېښي دي.
مجاهد د یکشنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، د طالبانو د معلوماتو له مخې په دغو نښتو کې ۵۸ پاکستاني سرتېري وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان شوي دي. نوموړي همداراز د طالبانو له لوري د ۹ کسانو د وژل کېدو او ۱۸ نورو د ټپي کېدو پخلی وکړ.
هغه زیاته کړه، چې دا نښتې د ډیورند د فرضي کرښې په اوږدو کې د بېلابېلو سیمو پر سر د دواړو لوریو ترمنځ وشوې، وروسته له هغې چې د طالبانو د حکومت دفاع وزارت د پاکستان له خوا د افغانستان د هوايي حریم د نقض په ځواب کې د «غچ اخیستونکو بریدونو» اعلان وکړ.
بلخوا د پاکستان صدراعظم شهباز شریف ویلي، د افغانستان له لوري پاروونکو بریدونو ته یې «اغېزناک ځواب» ورکړی او پاکستان به د خپل ملي حاکمیت دفاع ته ژمن پاتې شي.
د دواړو هېوادونو ترمنځ دا تازه کړکېچ د ډیورند د فرضي کرښې په اوږدو کې د تاوتریخوالي د زیاتېدو لامل شوی او سیمهییز امنیت ته د اندېښنې سبب ګرځېدلی دی.