‏د ملګرو ملتونو د ۸۰یمې سرمشریزې په اصلي اجنډا کې افغانستان یاد نه شو او هېڅ استازی یې هم ګډون نه درلود. د فلسطین او اوکراین وضعیت د غونډې سرلیکونه وو. یوازې د ترکیې، قرغیزستان، تاجکستان او ازبکستان مشرانو په خپلو ویناوو کې افغانستان یاد کړ او له نړیوالې ټولنې یې د مرستې غوښتنه وکړه.

‏د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ټینګار وکړ چې افغانستان باید یوازې پرېنښودل شي او له طالبانو یې وغوښتل چې ټولشموله چلند غوره کړي. د قرغیزستان ولسمشر صدر جباروف د افغانستان ګوښه کول “بې انصافه تېروتنه” وبلله او پر نړیوالو یې غږ وکړ چې د افغانانو د سخت وضعیت له مخې مرستندویه سیاست غوره کړي.

‏طالبانو بیا د ځینو هېوادونو مثبت دریځ ستایلی او هغه یې د واقع‌بینانه لیدلوري نښه بللې ده.