کاذب روایتونه، کاذب باور او غرور
شاه محمود میاخیل
د ننګرهار پخوانۍ والي او د جمهوري غوښتونکو د خوځښت د سیاسي چارو مسوول
په تیرو شلو، پنځسو، سلو او پنځه زره کلن تاریخ د افغانستان کې، د افغانانو په منځ کې ډیر داسې کاذب روایتونه د پردو د نفوذ، کنترول او استعمال لپاره جوړ شويدي چې افغانان یې په خپلو منځو سره اچولې دي. دا روایتونه په یوه خبیثه دایره بدل شوي او د راتلونکو نیابتي جګړو لپاره اوس هم دا کاذب روایتونه جوړیږي.
په دغه لیکنه کې زه یوازې د جمهوریت د تیرو شلو کلونو او د طالبانو د حاکمیت د څلورو کلونو روایتونو باندې په اجمالي یا کرونولوژیکي توګه رڼا اچوم چې څنګه جمهوریت سقوط او د سولې خبرې ناکامې شولې، او دا روایتونه په څه شکل د چا په وسیله ایجاد شول.
د جمهور رئیس حامد کرزي او هم د جمهور رئيس محمد اشرف غني په دورو کې ایران، پاکستان او د سیمې نورو هیوادونو مهمه ستراتیژي دا وه چې د افغانستان حکومت او سیاسیون باید د امریکا د متحده ایالاتو سره ستراتیژيکي اړیکې ټینګې نه کړي او داسې کاذب روایتونه ایجاد کړي چې د دوی تر منځ عدم اعتماد رامنځته کړي.
د دغه روایتونو لپاره ایران او پاکستان د افغانانو په ټولو قشرونو کې د جهاد او مهاجرت د وختونو د نفوذ له برکته داسې کسان په نښه کړل چې دا روایتونه تقویه کړي. د دغه روایتونو لپاره پاکستان د میډیا یوه خاصه تبلیغاتي اداره د ای اس ای په چوکاټ کې رامنځته کړله چې یادونه یې د سټیف کول په کتاب، ډایرکټوریت اس کې شته دی . پاکستان، د ای اس ای د میډیا د دغه برخې په وسیله به یې کاذب روایتونه جوړول، کنترول او په ټولو تبلیغاتي ادارو کې نفوذ پیدا کاوه. ټولنیزو، چاپي، غږیزو او تصویرو رسنیو د دغه کاذبو روایتونو په تقویه کولو کې خاص رول درلود.
د کابل نه بر سیره، دوی د دغه روایتونو لپاره ګڼ شمیر افغانان په پېښور، کراچی او کویټه کې استخدام کړل چې د نن ټکۍ اسیا شبکه هم د دغه سیل یا څانګې لخوا یوه بیلګه ده. همداشان پاکستان کوښښ وکړ چې د افغانستان په حکومت، رسنیو او استخباراتو کې هم نفوذ پیدا کړي او د افغانستان د دولتي دستګاه له لارې د افغانانو په وسیله دا روایتونه په واقعیتونو بدل کړي.
همدغه حلقو او کسانو له لارې، د ملي فکر خاوندانو باندې د یو او بل هیواد د ملاتړ یا جاسوسې ټاپې لګول کیدلې او کوښښ یې کاوه چې په حکومت کې کار ونه کړي او یا دسیسه ورته جوړه کړې تر څو حکومت ضعیفه کړي. دواړو جمهور رئیسانو، له بده مرغه، ونشو کړې چې د خپلو شاوخوا نه دا حلقې تصفیه او یا اعتبار ورته ورنه کړي.
د جمهوریت د قوانینو او ولسواکۍ نه په استفادې سره، دوی یو شمیر کسان وګمارل چې د سیاسي مبصرینو په توګه په رسنیو کې راښکاره کیدل تر څو د دوی د روایتونو نه دفاع وکړي، چې ورته نیکټایي داره طالبان ویل کیدل. دا کسان اوس یو شمیر یې د طالبانو سره په مهمو پوستونو کار کوي.
همداشان دوی په علماو، ملکانو، مدني ټولنو کې هم کافي نفوذ پیدا کړ چې د دوی روایتونه په جوماتونو او کلو کې تقویه کړي. د دې نه برسیره، دوی داسې رهنمود هم خپلو وفادارو کسانو ته چمتو کړې وه چې کله دوی د حکومت لخوا نیول کیږي، په تحقیق کې څه ووایي او هم د دوی د خلاصون لپاره څنګه په عدلي او قضایي ادارو کې رشوت ورکړي او دوی راخلاص کړي.
له بده مرغه، د افغانستان د ملي امنیت ادارې اکثره مشران او غړي یوازې د پيسو په پیدا کولو کې مصروفه و. په عوض د دې چې د بهرني نفوذ مخه ونیسي، په داخل د افغانستان کې په اداراتو کې خپل وخت د حکومت د غړو پسې په خبرو او دسیسو جوړولو تیروه. د ملي امنیت اداره په کل کې دومره ضعیفه اداره وه چې حتی د کویټې یو دوکاندار یې د کابینې مجلس ته د جمهور رئيس کرزي په وخت کې راوسته او ورته وویلې چې دا ملا منصور دی. البته کوم وخت چې یو کس نیم نیول کیده، د دوی د خلاصون لپاره دوی داسې چینل جوړ کړې وه چې جمهور رئيسان او د دولت نورو مهمو اراکینو ته ځآنونه په اسانې سره رسولې شول، د هغوي شفاعت به یې کاوه او خلاصول به یې.
ځینې نورې غلطې پروژې ملي امنیت تطبیق هم کړلې لکه څنګه د پاکستاني طالبانو د تحریک په منځ کې نفوذ پیدا کړي یا د خیزشیانو پروژه چې د فساد یوه مهمه پروژه وه، عملي کړي. په عوض د دې چې د افغانستان حکومت په دغه شبکو کې نفوذ پيدا کړي، پاکستان وکولې شول چې د دغه پروژو له لارې خپل کسان په داخل د افغانستان کې ځای په ځای کړي تر څو ترورونه او اختطافونه وکړي او بیا بیرته حکومت هم ملامته کړي.
په ننګرهار کې د ناکامورا وژنه، د انعکاس د تلویزیون مشر، انجینر زلمي اختطاف او ګڼ شمیر نورو جنایي پېښو کې همدغه د پاکستاني طالبانو پلوې کسانو چې اصلا د ای اس ای کسان و، برخه درلوده او دوی ته د سلاو کارتونه د ملي امنیت ادارې ورکړي و او په ازاده توګه یې د سلاو سره په کابل او نورو ولایتونو کې تګ او راتګ کولې شو.
د پاکستان دغه د میډیا برخې، تر هر څه د مخه د افغانانو په منځ کې د سمت، ژبې، بهرمیشتو، داخل میشتو، یو تابعته، دوه تابعته، زوړ، ځوان، ټامي، غیر ټامي، نر او ښځو په نومونو حلقې جوړې او د تفرقې اچولو لپاره یې په انجوګانو، تحقیقي مرکزونو او دولتي ادارو کې د پارلمان په شمول نفوذ پیدا کړ. کله چې یوه ټولنه دومره ویشل شوې وې، په هغه ټولنه کې انسجام د ناممکن حالت ته رسیږي. د ملي احزابو نه تقویه کیدل هم مهمه ستونځه وه او انفرادې سیاست څه نتیجه نه ورکوله او اوس یې هم نه ورکوي.
همدا روایت چې سیاست بد شئ، احزاب مه جوړوي ځکه د احزابو له امله کودتاه ګانې وشولې، د بهرنیانو نفوذ ته یې زمینه مساعده کړله، او داخلي جګړې وشولې پخپله یو غلط روایت په دې معنی و چې دواړو جمهور رئيسانو همدغه جنګي احزابو یا تنظیمونو مشرانو ته زیات ارزښت ورکاوه، سیاسي مهمې فیصلې او هم اکثره دولتي ټاکنې به د همدغه تنظیمونو د مشرانو په خوښه او حمایت کیدلې. د دغه روایت نه هدف صرف دا و چې فقط د ملي احزابو د جوړیدو او تقویه کیدو مخه ونیسي.
د پاکستان د ای اس ای د میډیا همدغه سیل، د طالبانو لپاره هم انګیزه او روایتونه جوړ کړل چې په لومړي سر کې پاکستانیانو په ټولو نړیوالو غونډو او مجلسونو کې ویلې چې طالبان ځکه جنګیږي چې په حکومت کې د پښتنو ونډه کمه او شمالي ټلواله نفوذ لري. شمالي ټلواله د هند پلوې ډله ده او په افغانستان کې د هند نفوذ د دوی لپاره خطر دی. بیا یې ویلې چې طالبان د اشغال په وړاندې جنګیږي. بیا یې ویلې چې طالبان د اسلامي حکومت د جوړیدو لپاره جنګیږي. کله به یې محلي او سمتي مسایل رامنځته کړل چې دوی د فساد په وړاندې جنګیږي او داسې نور.
د جمهوریت د سقوط نه وروسته ثابته شوله چې د طالبانو پلویانو او هم په حکومت او دولت کې چا چې زیات د پاکستان په ضد چیغې وهلې، هغوي زیات د پاکستان د استخباراتو سره اړیکې درلودې. د شمالي ټلوالې مهم او زیات کسان د پاکستان سره ښې اړیکې اوس هم لري او همدي ډلو او کسانو د حکومت د مشرانو ذهنیتونه خرابول. همدا کسان اوس هم د دواړو جمهور رئیسانو، حامد کرزي او محمد اشرف غني سره زیاتې اړیکې لري او د دوی د نږدې کسانو نه حسابیږي.
دغه سیل دا روایتونه داسې تقویه کړل چې دواړو جمهور رئيسانو ته یې دا مسله یقیني کړله چې امریکا د افغانستان نه نه وځي او دوی کولې شي هر ډول شرایط په امریکا ومني. دا پخپله یو لوی پراډوکس و. امریکا په ۲۰۰۹ز کال کې په علني توګه اعلان وکړ چې دوی په ۲۰۱۴زکال کې د افغانستان نه وځي او خپلې قواوې په تدریجي توګه کموي. د ناتو د ماموریت نوم یې هم د امنیتي قواو د حمایت په نوم بدل کړ چې یوازې به په تعلیم او تربیه او نورو حمایوي برخو کې مرسته کوي او په جنګ کې به برخه نه اخلي.
جمهور رئيس کرزي، ډاکتر محمد اشرف غني ته، د ناتو قواو نه افغان امنیتي قواو ته د امنیتي انتقال د پروسې مسوولیت هم وسپاره او دا پروسه دوی تکمیل کړله، خو بیا هم دواړو جمهور ریئسانو په ښکاره او خصوصي محافلو کې ویل چې که د امریکا پسې کوتک هم راواخلې، دوی د افغانستان نه نه وځي.
د دوحې دفتر افتتاح شو، د امریکا سره طالبانو هوکړه لیک امضا کړ چې د جمهوریت رول پکې نه ښکاریده، خو بیا هم دواړو جمهور رئيسانو دا نه منله چې امریکا به د افغانستان نه په مکمله توګه ووځي. دا روایتونه د پاکستان د ای اس ای د افغان سیل د میډیا برخې ځکه تقویه کاوه چې د افغانستان حکومت غافله پاتې شي او ونشي کړې چې د امریکا د قواو نه وروسته په خپلو پښو ودریږي.
د مجاهدینو او شوروي اتحاد د جنګونو په وخت کې، پاکستان د جینوا خبرې هم په دې ډول کنترول او د مجاهدینو نفوذ ختم کړ چې پاکستان نه غوښته چې په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد د وتلو نه وروسته یو قوي حکومت رامنځته شي. مجاهدیتو ته یې دا کاذب غرور ورکړې و چې تاسي په خپل همت شوروي اتحاد مات کړې او د کابل حکومت او شوروي اتحاد سره باید سوله ونه کړې. مجاهدیتو ځینې مشران اوس هم ادعا کوي چې دوی شوروي اتحاد ته ماتې ورکړې ده، خو دا نه ګوري چې دوی څنګه او چیرته تربیه کیدل، چا ورته سلاوې ورکولې، چا ورته تبلیغ کاوه او داسې نور.
کل چې زه په ۱۹۸۰مه لسیزه کې د امریکا غږ محلي خبریال وم، د جینوا د قرارداد نه وروسته، ښاغلي ګلب الدین حکمتیار سره په پېښور کې مرکه کوله چې د جینوا د قرارداد په اساس به شوروي اتحاد د کابل حکومت ته او غرب به مجاهدینو ته سلاوې نه ورکوي، تاسي به د جنګ امکانات د کومه کوې؟ د هغه ځواب دا و چې دوی د غنیمت په وسلو جنګیږي. ما تکرارې پوښتنه ترې وکړله، چې سټنګر مزایل، خو تاسي په غنیمت کې نه دي نیولې. هغه راته وویلې چې ریکارډینګ د ټیپ بند کړه. د ټیپ د بندولو نه وروسته یې راته وویلې چې دوی دا سټنګر د امریکا نه نه دي اخستلې بلکې دوی د پاکستان نه اخستلې دي. په دواړو حالاتو کې غرب د شوروي اتحاد په وړاندې جنګ کې مرسته کوله.
په دې بحث نه کوو چې د کابل حکومت هغه وخت څه اشتباوې وکړلې هغه جدا بحث دی. پایله دا شوله چې د کابل حکومت سقوط وکړ او مجاهدینو ونشو کړې چې د حکومتولې لپاره فرموله رامنځته کړي. داخلي جنګونو، د کابل او افغانستان ورانیدل او چوریدل رامنځته شول. افغان مجاهدینو او سیاسیونو خپل اعتبار د لاسه ورکړ.
کله چې طالبان په اول ځل قدرت ونیوه، دوی هم خپل فعالیت د پاکستان په مرسته، د ټوپک سالارانو یا پاټکیانو د تصفیې د روایت په نوم پیل او قدرت ونیوه. د احمد رشید په کتاب کې؛ طالبان، جنګي اسلام، تیل او افراطیت په مرکزي اسیا کې یې تفصیل لوستلې شئ . طالبانو ته یې بیا دا فرموله ورکړله چې څومره افغانان ځپلې شې، هغومره یې وځپې ځکه ځپل شوې او فقیر ملت د سیاسي احزابو په نشتون کې، د جابر حاکمانو په وړاندې قیام نشي کولې. د طالبانو په لومړۍ دوره کې هم افغانستان د انزوا په حالت کې و.
د طالبانو په لومړۍ دروه کې، پاکستان د القایده، لشکر طیبه، شرقي ترکستان اسلامي حرکت، د ازبکستان اسلامي تحریک، چیچنیان، ابو سیاف، او ګڼې نورې ډلې د بیلابیلو اهدافو لپاره تربیه او حمایت کړلې. د طېالبانو به اخره کې، افغانستان کې فقر نهایت اوج ته رسیدلې و. کابل کې به یې میلمه ته مزایل وایه چې نن یو مزایل کور ته راغلې و یا دوه. د سپتمبر یولسمې نیټې پېښه په امریکا کې رامنځته شوله. بیا یې طالبانو ته دا کاذب غرور ورکړ چې تاسي د امریکا په وړاندې مقاومت کولې شي او اسامه بن لادین مه ورکوي ځکه پاکستان په دې پوهیده چې افغانستان ته د امریکا د راتګ سره به د دوی غوا بیا لنګه شي. هماغسې وشول.
د جمهوریت د ابتدا نه پاکستان نه غوښته چې په افغانستان کې دې یو قوي او مقتدر حکومت چې په خپلو پښو ولاړ وي، د امریکا او نړۍ سره ښه روابط ولري، رامنځته شي. فرق دا و چې په دغه وخت کې امریکا او ناتو په مستقیمه توګه حضور درلود او پاکستان نشو کولې چې د هغوي په وړاندې ودریږي. بیا هم د کابل نه د طالبانو د وتلو یا د دوی په اصطلاح د تېښتې سره، د شمالي ټلوالې ګروپونه د ناتو او نړیوالو د تفاهم نه په غیر په دې بهانه کابل ته داخل شول چې د کابل امنیت ونیسي. د کابل د نیولو سره، شمالي ټوالې په قدرت قبضه وکړله چې وروسته یې زیاتې ستونځې د دغه قدرت د قیضه کیدلو له امله رامنځته او امنیتي ادارې په خپل کنترول کې ونیولې.
د بن د خبرو په وخت کې هغه وخت دا طرحه وه چې کابل کې به د یوه تنظیم مسلح ګروپونه هم نه وي او په اضطراري لویه جرګه کې به مداخله نه کیږي تر څو د ولس استازي په ازاده توګه، موقت حکومت وټاکي. د انتقالي دورې لپاره، د حامد کرزي نوماندیدل د ډاکټر عبدالله عبدالله، پاکستان او ایران لخوا هم د پاکستان یوه طرحه وه چې داسې کس باید راشي چې مسلح کسان ونه لري، چې بیا دوی وکړې شي چې په حکومت کې نفوذ پیدا کړي.
پاکستان کې د طالبانو او القایدې د یو شمیر غړو په نیولو او امریکا ته سپارلو له امله پاکستان د امریکا سره بیا خپل روابط تقویه کړل او د افغانستان په مسایلو کې امریکا بیا پاکستان ته اهمیت ورکاوه. په بیړنۍ لویه جرګه کې، د ښاغلی زلمي خلیلزاد او جمهور ریس حامد کرزي په وسیله، پخوانۍ پادشاه، محمد ظاهر شاه نه ټاکل کیدل د دولت د مشر په توګه د همدې دسیسې یوه برخه وه.
پاکستان، د جمهوریت د راتګ سره ، اسامه بن لادن او د القایده یو شمیر نورمهم غړي د طالبانو د مشرانو په شمول وساتل. د طالبانو لپاره یې بیا نوې انګیزه لکه مخکې یادونه وشوله ایجاد کړله. د سولې په خبرو کې هم هماغه د مجاهدینو او جینوا پخوانې فرموله، پاکستان په کار واچوله. طالبانو ته یې وویل چې امریکا وځي، د امریکا د وتلو سره د کابل حکومت سقوط کوي او ټول قدرت به تاسي ونیسي. په دې بحث نه کوو چې د جمهوریت دواړو مشرانو او هم طالبانو د سولې د خبرو د پيل نه تر اخره پورې څه اشتباوې کړیدي.
پایله هماغه شوله چې جمهوریت سقوط وکړ. طالبانو لکه د مجاهدینو په شان کابل په زور بیا ونیوه او دا کاذب غرور یې طالبانو ته ورکړ چې مجاهدینو یوازې شوروي اتحاد مات کړې و، تاسي اوس ټوله دنیا ماته کړیده. د طالبانو پوځي او استخباراتي چارواکو لکه فیض حمید، د علماو ډلې لکه مولاتا تقي او مولانا فضل الرحمن او نورو کابل ته تګ او راتګونه پیل کړل او طالبانو ته یې د کابل د فتحې مبارکیانې ورکولې. طالبان دا نه ګوري چې دوی کابل د چا نه فتحه کړ؟ ځکه امریکا خو وتلې وه، د دوی سره یې هوکړه لیک امضا کړې و او ډیرې لږې قواوې موجودې وې. جمهوریت کې ټول کسان افغانان و او د افغانانو نه یې قدرت ونیوه نه دا چې کابل یې فتحه کړېدی.
پاکستانیانو ولې طالبانو ته دا کاذب غرور ورکړ چې دوی دنیا ماته کړیده ځکه تر څو طالبان ونه کړې شي چې په داخل کې د افغانانو سره جوړجاړې وکړي او هم د دنیا د نورو ملکونو سره د امریکا په شمول ښه روابط ایجاد کړي. له بله خوا پاکستان غواړي چې طالبان دومره د خپلو خلکو په منځ کې او هم په سیمه او نړۍ کې منفور کړي چې دوی ونه کړې شي چې یو مقتدر حکومت د ولس په خوښه جوړ کړي چې په خپلو پښو ولاړ وي او هم د دنیا سره ښه روابط ولري. پاکستاني ملایان په پاکستان کې جمهوریت او ټاکنې غواړي خو بیا د افغانستان طالبانو ته وایي چې دا ناروا دي.
له بلې خوا په پاکستان کې هم زیات طالبان دي. د پاکستان د طالبانو د تحریک یوه برخه چې د پاکستان د حکومت په ضد فعاله ده، جنګیږي. پاکستان غواړي چې خپلو خلکو ته وښایي که تاسي د پاکستان د طالبانو د تحریک حمایت وکړې، نو په پاکستان کې به داسې حکومت رامنځته شي لکه په کابل کې چې طالبانو جوړ کړې دی. کابل کې په هرڅه بندیز دی؛ نه تعلیم شته، نه د بیان ازادي، نه ژوند او نه مشروع او قانونمند حکومت او د نړۍ په کچه د انزوا په حالت کې دی.
د دغه تاریخي شالید او کرونولوژي په رڼا کې، د ای اس ای دغه سیل یا برخه د میډیا اوس هم فعاله ده او روایتونه جوړوي. دا سیل یا میډیا برخه ډیره قوي ده ځکه د دغه برخې کسان په داخل د طالبانو، د طالبانو په مخالفینو او سیاسیونو منځ کې نفوذ او شتون لري.
پاکستان اوس هم نه غواړي چې په افغانستان کې یو قوي حکومت وي. پاکستان غواړي چې د طالبانو اداره ضعیفه او هم د طالبانو مقابل سیاسي اپوزیسون بدنامه او په خپل کنترول کې ولري. مثالونه یې د اسلام اباد د وروستې ناستې لپاره چمتوالې و چې هر څه په ډاګه شول چې څوک د چا سره رابطه لري.
اوس خبره بیا د طالبانو په شمول ټولو افغانانو ته ده. ایا بیا غواړې چې د پاکستان د طرحو، روایتونو او فرمولو قرباني شي او یا غواړې چې د پاکستان د نفوذ نه ځآنونه خلاص کړې او په افغانستان کې مشروع، قانونمند او ولسواکه نظام رامنځته کړې؟
که افغانان د طالبانو په شمول سره متحد شي او په یوه واضحه عملي فرموله او تګلاره چې د اوس وخت د شرایطو سره برابر وي، توافق وکړي، بیا پاکستان او نور هیوادونه نشي کولې چې په افغانستان کې زیاته مداخله وکړي.
د با ثباته، مشروع او قانونمند نظام په درلودلو سره، افغانستان په هیڅ صورت کې سیمې او نړۍ ته خطر نه دی، خو د طالبانو غوندې یو غیر مشروع، غیرقانونمند او غیر ولسواکه نظام شتون، پخپله افغانانو ته او هم سیمې او نړۍ ته خطر دی. که طالبان دا وایي چې دوی پخواني کسان نه غواړي چې بیا قدرت کې شریک کړي، دا سمه ده، خو باید یوه ملي پروسه د انتخاب وي چې ولس خپل واقعي استازي وټاکي او د افغانستان د راتلونکې په هکله پریکړې وکړي. م زر ما ټوله زما او د ملا نه کیږي.
زما په اند، که ټول افغانان د طالبانو په شمول، پخپله وکړې شي چې د یو قانونمند، مشروع او ولسواکه نظام د جوړیدو لپاره چې د نفې او انحصار د قدرت سیاست پکې نه وي، لار هواره او رامنځته کړي، نو بیا افغانان کولې شي چې د پاکستان د نفوذ نه ځآنونه وساتي او تدریجي ثبات خواته لاړ شي.
د طالبانو مشران او پلویان باید په دغه لوبو د بل هر چا نه ښه پوه شي ځکه دوی د پاکستان د دغه څانګو او ګروپونو سره کار کړیدی او هغوي کولې شي چې ډیر ژر طالبان په هوا کړي. بیا به نه د دنیا د ماتې کاذب باور، غرور او تکبر پاتې وي اونه به بیا ثبات په افغانستان کې. پاکستان دا کار تر اوسه ځکه نه کوي چې د طالب په ضد یې لا بل کاذب روایت نه دی تقویه کړې چې هم نړیوال او هم افغانان پرې وغولوي. که طالبان اوس په هوا کیږي، نو دوی ته یې د بل هر چا نه زیات ضرر دی. البته پاکستان د بل کاذب روایت د جوړیدو په هڅه کې دی. که دا ځل طالبان په هوا کیږي، دوی به دومره په کلو او کوڅو کې خلک وډبوي لکه د ترکیې د کمال اتاترک دور پشان چې د ملا نوم به څوک اخستلې نشي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر ملامتقي ته د سفر نه اجازه، په افغانستان کې د پاکستان د ډرونو حملې او نورې څرګندونې په همدې خاطر دي چې طالبانو قوت، تکبر او غرور نور هم د ولس او هم نړیوالو په منځ کې مات کړي تر څو دوی خپل راتلونکې پروژې په ښه توګه عملي کړي.