مادرید، هسپانیه – یو شمېر افغان مدني فعالانو، کډوالو او خبریالانو د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې افغانستان د طالبانو تر واک لاندې په یو ظالمانه او استبدادي چاپیریال بدل شوی دی.
دغو فعالانو په یوې غونډه کې، چې د هسپانیې په پلازمېنه مادرید کې جوړه شوې وه، ټینګار وکړ چې افغانان د ترهګرۍ، سانسور او جوړښتي ځپلو له امله له خپلو اساسي حقونو بېبرخې شوي دي.
په اعلامیه کې راغلي چې ښځې او نجونې په سیستماتیک ډول د زده کړو، کار او ټولنیزو فعالیتونو څخه محرومې شوې دي، او د جنسیتي ظلم سختې بڼې ورځ تر بلې پراخېږي.
ګډونوالو د هسپانیې حکومت، اروپايي ټولنې او نړیوالو ادارو ته غوښتنه وکړه چې د طالبانو د ظالمانه کړنو پر وړاندې عملي اقدام وکړي. دوی په نهه مادیز پرېکړه لیک کې د طالبانو د نه رسمیت پېژندنې، د جنسي تبعیض پر ضد مبارزې او د رسنیو او خبریالانو پر وړاندې د بندیزونو او تهدیدونو د لرې کولو غوښتنه وکړه.
په پرېکړه لیک کې همدارنګه غوښتنه شوې چې د طالبانو مشران باید د بشري حقونو د سرغړونو او جنایتونو په تور مستند او محاکمه شي.
فعالانو د اروپا په کچه د طالبانو د تبلیغاتي کمپاینونو پر وړاندې خبرداری ورکړی او ژمنه یې وکړه چې د افغان ولس د حقونو د دفاع، عدالت غوښتنې او مدني مقاومت په برخه کې به خپلې هڅې جاري ساتي.