نن د زمري ۷مه، چې د افغانستان د ملي بیرغ ورځ ده، ګڼو افغانانو دا ورځ پر خواله رسنیو ونمانځله.
که څه هم طالبانو دا بیرغ منع کړی، خو افغانان یې لا هم د ملي هویت او ویاړ سمبول ګڼي.
پخواني چارواکو، سیاستوالو او عامو خلکو ویلي: دا بیرغ د قربانیو، یووالي او مقاومت نښه ده دا زموږ ملي وجیبه ده چې ژوندی یې وساتو!