د افغانستان د پخواني جمهوري نظام د اټومي انرژۍ عالي ادارې رییس ډاکټر محمد تنها د جرمني د اټومي انرژۍ ادارې د تخنیکي لارښوونو د رییس په توګه ټاکل شوی دی.
ته نږدې سرچینو دا خبر تایید کړی، او پر ټولنیزو رسنیو ګڼو کسانو د طالبانو پر حکومت نیوکه کړې چې د افغانستان مسلکي کدرونه یې اړ کړي چې خپل ظرفیتونه بهرني هېوادونو ته ولېږدوي.
ډاکټر تنها د آلمان د هانوور پوهنتون څخه په هستوي وړانګو فزیک کې دوکتورا ترلاسه کړې. د هغه څېړنه په کابل او شاوخوا سیمو کې د یورانیم، توریم، پوتاسیم او راډون اندازه معلومولو باندې تمرکز درلود.