د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخوانی استازی وایي، پخواني افغان مشران باید د آی اېس آی د لوبو قرباني نه شي.
زلمي خلیلزاد نن دوشنبه د فبرورۍ په ۳ مه نېټه په خپله اېکس پاڼه کې لیکلي دي که چېرې د پاکستان استخباراتي ادارې په ترکیه کې له پخوانیو افغان مشرانو سره لیدلي وي، نو دا یوه خطرناکه نښه ده.
نوموړي څرګنده کړې ډېر احتمال شته چې پاکستان هڅه کوي له دوی څخه د طالبانو پر وړاندې د وسیلې په توګه کار واخلي او دا به افغانستان کې د ناامنیو او تاوتریخوالي د زیاتوالي لامل شي.
خلیلزاد همداراز زیاته کړه: «که دا خبر ریښتیا وي، نو آی اېس آی به افغان مشران د خپلو اهدافو وګماري، څو دوی د افغانستان له ځوانانو څخه د تاوتریخوالي او مرګ خپرولو لپاره کار واخلي، پداسې حال کې چې دوی په جلاوطنۍ کې ارامه ژوند کوي.»
دا په داسې حال کې ده، چې په دې ورستیو کې داسې راپورونه ورکړل شوي و چې د پاکستان استخباراتي چارواکو په ترکیه کې له یو شمېر پخوانیو جهادي مشرانو سره پټې لیدنې کړې دي.