د افغانستان د بدن جوړونې او فټنس فدراسیون خبر ورکړی دی چې د دې فدراسیون غړی او نړیوال اتل، عليرضا آساهي، د پنجشنبې په ورځ په کابل کې وفات شوی دی.
یاد فدراسیون د دې اتل د مړینې لامل نه دی په ډاګه کړی.
د بدن جوړونې او فټنس فدراسیون ویلي، چې د نوموړي د جنازې مراسم به سبا د جمعې په ورځ سهار ۹:۰۰ بجې د کابل په پل سرخ سیمه کې ترسره شي.
د یادولو وړ ده چې عليرضا آساهي په تېرو دوو کلنو کې د بدن جوړونې په نړیوالو سیالیو کې د افغانستان لپاره د سرو زرو مډالونه ګټلي وو.