‏د بشري حقونو د څار نړیوالې ادارې یا هیومن رایټس واچ ویلي، د طالبانو د مشر او قاضي القضات د نیولو له حکم څخه ملاتړ کړی دی.

‏دغې نړیوالې ادارې د یو بیان په خپرولو سره ویلي دي چې دا غوښتنې د افغان ښځو او نجونو لپاره د عدالت د تامینولو لپاره یو مهم ګام دی او باید جدي ونیول شي.

‏د جرمونو نړیوالې محکمې تازه د یوې اعلامیې په خپرولو سره د طالبانو د مشر او قاضي القضات د نیولو حکم کړی دی.

‏دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په تېرو درې کلنو کې پر افغان نجونو او ښځو پراخ محدودیتونه ولګول او هغوی یې له خپلو اساسي حقونو بې برخې کړل.