‏د جرمونو نړیوالې محکمې (ICC) لوی څارنوال کریم خان ویلي چې د ط‌البانو د مشر هبت‌الله آخندزاده او د دې ډلې د قاضي‌القضات عبدالحکیم حقاني د نیولو حکم یې کړی دی.
‏‌
‏ښاغلي کریم خان د یوې اعلامیې په خپرولو سره دغه دوه ط‌الب چارواکي د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي او د بشریت پر وړاندې د جنایتونو په ترسره کولو تورن کړي دي.

‏اعلامیه کې راغلي چې د کریم خان دفتر نن د دغو ط‌الب چارواکو د نیولو لپاره خپله رسمي غوښتنه د نړیوالې جزایي محکمې دویمې مقدماتي خونې ته وړاندې کړې ده.

‏په اعلامیه کې زیاته شوې چې د ترسره شویو څېړنو له مخې آخندزاده او عبدالحکیم حقاني د افغان ښځو او نجونو د ځورونې او شکنجې په شمول، د بشري حقونو د سرغړونو لپاره قانوني مسؤلیت لري.

‏د اعلامیې له مخې، دغه جنایتونه د ۱۴۰۰ کال د زمري (اګست ۲۰۲۱) راهیسې، کله چې ط‌البان په افغانستان واکمن شوي، په ټول هېواد کې ترسره شوي دي.

‏کریم خان ویلي چې د محکمې دفتر به د ط‌البانو د مشرانو د نیولو لپاره له هرې نړیوالې هڅې سره همکاري وکړي، او له آی‌سي‌سي غړو هېوادونو یې غوښتي چې د دې حکم د تطبیق لپاره ګډ کار وکړي.

‏ط‌البانو تر دې دمه په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.