د ناروې د کډوالو شورا مشر یان اېګلند وایي چې په افغانستان کې باید د شپږم ټولګي پورته د افغان نجونو زده کړې بیا پیل شي.
ښاغلي اېګلنډ نن پنجشنبه د جنورۍ په ۲۳ مه نېټه په خپله اېکس پاڼه کې لیکلي دي سره له دې چې د نړیوالو مالي مرستې افغانستان ته محدودې شوې دي، باید د نجونې زده کړې له سره پیل شي.
نوموړي هرات، کندهار او هلمند ولایتونو ته د خپل سفر په اړه لیکلي دي چې لارې خوندي دي او دوی کولای شي په هر ځای کې د ښځو او نجونو لپاره خپلې هڅې ترسره کړي.
یان اېګلند ټینګار کړی چې نړیواله ټولنه باید د افغان نجونو د زده کړو ملاتړ ته دوام ورکړي او د دې حق د تامین لپاره هڅې وکړي.
طالبانو د ۱۴۰۰ کال د زمري په میاشت کې واک ته تر رسېدو وروسته د شپږم ټولګي پورته د نجونو زده کړې بندې کړې.