د کډوالۍ نړیوال سازمان خبر ورکړی دی چې یواځې په تېرو درېیو مېاشتو کې له افغانستان څخه ۷۴۰ زره افغانان له هېواد څخه وتلي دي.
یاد سازمان د تېر کال په وروستۍ ربع کې په خپل یوه راپور کې ویلي چې همداراز له پاکستان او ایران څخه ۹۸۳زره ۵۵۰ کډوال په «خپله خوښه او جبري ډول» بېرته هېواد ته ستانه شوي دي.
په راپور کې راغلي چې دغه شمېرې یې د اسلام کلا، پل ابرېشم، سپین بولدک، تورخم، ابو نصر فراهي، بهرامچه، انګور اډه، غلام خان، نظر پستا او ډنډپټان پولو څخه را ټولې کړې دي.
د ویلو ده چې د ۲۰۲۱ م کال په اګست مېاشت کې د جمهوریت له سقوط وروسته شاوخوا اته میلیونه افغانان د طالبانو له ویرې او پراخو محدودیتونو له امله د هېواد پرېښودو ته اړ شوي دي.
د کډوالۍ نړیوال سازمان دغه شمېرې داسې مهال خپروي چې په دې ورستیو کې ایران او پاکستان هېوادونو کې افغان کډوالو سره د زور زیاتي پېښې خورا ډېرې شوې دي.