‏د امریکا راتلوونکي ولسمشر ډونالډ ټرمپ سلاکار او د نړۍ تر ټولو بډایه سوداګر ایلان ماسک له طالبانو سره د جوبایډن حکومت له مرستو حیران شوی دی.

‏ایلان ماسک په اېکس ټولنیزه پاڼه کې د پوښتنې په ډول لیکلي دي «ایا موږ واقعاً د امریکایي مالیه ورکونکو پیسې طالبانو ته لیږو؟»

‏تر اوسه روښانه نه ده چې ایلان ماسک به په دې اړه کوم اقدام وکړي کنه؟ خو د هغه پوښتنې په امریکا کې د افغانستان لپاره د مرستو په اړه نوي بحثونه راپورته کړي دي.

‏دا په داسې حال کې ده چې د تېر حکومت له ړنګېدو وروسته، امریکا د بشري مرستو په برخه کې د افغانستان تر ټولو ستر مرسته کوونکی پاتې شوی دی.