‏د امریکا د کانګرس د بهرنیو اړیکو کمېټې مشر، مایکل مک کال، وایي چې داعش ډله په افغانستان کې یوځل بیا خپل فعالیتونه پیل کړي دي.

‏مک کال امریکایي اې‌بي‌سي ټلوېوزیون سره په تازه مرکه کې ویلي د افغانستان له سقوط وروسته دوی په افغانستان او پاکستان کې د داعش خراسان څانګې د بیا فعالېدو شاهدان دي او دا رښتیا هم یوه جدي اندېښنه ده.

‏نوموړي همداراز څرګنده کړې چې په دې وروستیو کې له داعش سره تړلي اته کسان د امریکا خاورې ته دننه شوي دي.

‏دا په داسې حال کې ده چې په دې ورستیو کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې د داعش وسلوال فعالیتونه ډېر شوي دي.