په دغه لیکنه کې دریو مسایلو ته ځواب ویلې شوې؛
• د ډیورند د فرضې کرښې په هکله بحث او نظر
• ولې د ډیورند فرضې کرښه په دې ورځو کې بیا مطرح کیږي؟
• د ننګرهار د والي په حیث ولې تورخم ته لاړوم او اصلي مسله څه وه؟
د ډیورند د فرضې کرښې په هکله بحث او نظر:
په حقوقي او قانوني لحاظ، افواهات، تاویلې او ما ویلې او د هیتونو تر منځ کتنې هیڅ وخت تاریخي سند کیدلې نشي. تاریخي سند هغه دی چې مشروع حاکمانو د روښانه پروسې له لارې بې له زور او جبر نه امضا کړې وي. ډیرې داسې سندونه هم شته چې د یو هیواد وروستیو حاکمانو د پخوانيو حاکمانو پریکړې او سندونه لغوه کړيدي ځکه هغه سندونه د هغه هیواد د ګټو سره په تضاد کې و.
د ویانا د ۱۹۶۹ کنوانسون په اساس، هر یو قرارداد د خاصو شرایطو لاندې لغوه کیدلې شي. یومهم دلیل یې غیر عالادنه توب، جبر او زور دی.
د تاریخي سندونو د لغوه کیدلو بیلګې د بشریت په تاریخ کې زیاتې دي. یوه بیلګه یې المانیانو د اولې نړیوالې جګړې نه وروسته د ۱۹۳۹زکال د سپتمبر په لومړۍ نیټه، د ورسای تړون لغوه اعلان کړ ځکه د لومړۍ نړیوالې جګړې نه وروسته دغه تړون په المانیانو په زوره منل شوې و. په هغه تړون کې په المانیانو باندې سخت شرایط لکه د پوځ محدودیت، ځمکنۍ بایلنې، او د جګړې زیانونو تاوان ورکول، منل شوي و. د ګندمک او د دیورند د معاهدو لغوه کول هم د هغه سندونو له جملې نه دي چې د افغانستان حکومتونو، اکثریت ولس او هم د لر پښتونخوا ولسونو پرې اعتراض درلود او نه یې مني.
د پاکستان د جوړیدو نه وروسته، د افغانستان هیڅ یو حکومت که هغه شوروي پلوه و، که امریکا یا غرب پلوه و او یا لکه مجاهدین او طالبان پاکستان پلوه و، د ډیورند فرضې کرښه یې په رسمیت نه ده پيژندلې. په دې هکله د فیسبوک تاویلې وما ویلې او یا د یو څو کسو خبرې او نظر سند کیدلې نشي.
لومړی د یورند سند په زور منل شویدي او د ولس اراده پکې شریکه نه وه. په دې بحث هم نه کوو چې ایا امیر عبدالرحمن خان دا سند امضا کړې او یا نه دی ځکه د هغه امضا د ډیورند په سند کې نشته دی.
بل دا چې په حقوقي مسایلو کې دوه منل شوې اصطلاح ګانې دي چې یو ته ډیفکتو De facto او بل ته دیجور De jure وایي. دیفکتو دا معنی لري چې ته د یو چا په کور یا ځمکه قبصه لرې، هلته موجود یې خو دیجور یا حقوقي بڼه نه لرې ځکه ته د دغه ځمکې او کور مالک نه یې او دا ځمکه تا په زور نیولې ده. یا یو څوک کور چاته په کرایه ورکوي خو کرایه دار بیا وایي چې زه د کور قبضه لرم نو دا کور زما شو. دا کور د کرایه دار نه دی بلکې د هغه چا دی چې حقوقي مالکیت لري.
د ډیورند فرضې کرښه، تورخم، چمن، غلام خان او نوربندرونه ډیفکتو شتون لري خو دیجور یا حقوقي ارزښت د افغانانو لپاره نه لري ځکه د افغانستان حکومتونو دغه کرښه په رسمیت نه ده پیژندلې. اغزن تارونه، د برلین غوندې دیوالونه یا د اسرایلو غوندې د غزې سره دیوال جوړونه د دې معنی نه لري چې دغه خاوره دې د یو چا ملکیت شي ځکه دلته د زور مسله ده نه د خوښې او اختیار.
دا مهمه نه ده چې نړیوال ډیورند کرښه مني او که نه ځکه د شخړې خواوې افغانستان او پاکستان دي. د افغانستان او پاکستان د حکومتونو تر منځ په دغه کرښه توافق لا نشته دی. ډیرې شخړې په پیړیو موجود وي خو تر څو چې دواړه خواوې په خپلو منځو کې د یو منل شوي میکانیزم له لارې توافق ونه کړي، هغه شخړه لاینجله پاتې وي. د ډیوریند فرضې کرښه د افغانستان او پاکستان تر منځ د یوې شخړې په توګه لاینحله پرته ده. پاکستان همداسې ادعا د کشمیر په هکله د هندوستان سره لري.
خلاصه د ډیورند د فرضې کرښې په هکله تاریخپوه پوهاند ډاکتر محمد حسن کاکړ او د سیاسي علومو استادانو لکه روستار تره کي او نوروهم ډیرې لیکنې کړیدي او دا کرښه حقوقي حیثیت د افغانانو لپاره نه لري. د ډیورند کرښه د افغانستان د یو قوم، سمت او ژبې مسله نه ده بلکې دا ملي مسله او د افغانستان ملت به په دغه مسله نهایي پریکړه کوي. دلته خبره د افغانانو ده نه د هغه کسانو چې افغانستان او د افغان کلمه نه مني.
که بحث دا وي چې دا شخړه څنګه حل شي، دا سمه ده ځکه دا شخړه د افغانستان او پاکستان د ولسونو په ګټه نه ده. خو ( لویه خو) دا شخړه هغه وخت حل کیدلې شي چې په افغانستان کې قوي او ولسواکه حکومت حاکم وي او د یوې روښانه پروسې له لارې په دغه مسله بحثونه وشي او د حل لار ورته پیدا شي. د حل لار هم په یوه مرحله کې نشي پیدا کیدلې بلکې په څو مرحلو کې پیدا کیدلې شي.
زما په اند په لومړۍ مرحله کې دا مهمه ده چې په افغانستان کې ثبات رامنځته شي او د ثبات په نتیجه کې قانونمند، مشروع او ولسواکه نظام موجود شي.
دویمه مرحله کې پاکستان په خپله پالیسې کې تغیر راوړي چې غیر دولتې مسلحې ډلې د بهرنې پالیسي یا ستراتیژیک عمق د پالیسې په اساس د افغانستان په ضد به نه کاروي ترڅو اعتماد جوړونه رامنځته شي.
په دریمه مرحله کې، اقتصادي فرصتونه، ازاد تګ او راتګ د ډیورند د فرضې کرښې په امتداد رامنځته شي ترڅو د خلکواقتصاد ښه شي لکه اروپا چې بیا د سرحد اهمیت راټیت شي. کله چې دا سیمې په اقتصادي لحاظ وتړل شولې نو بیا بحث کیدلې شي.
څلورم، د ډیورند د فرضې کرښې د حل لپاره د خپل وخت او زمان سره داسې یو قوي مشر لکه محمد موسی شفیق ته اړتیا ده چې د هلمند د اوبو مسله یې د ایران سره حل کړله. هغه وخت په موسی شفیق ډیر اعتراضونه چپیانو کول خو نن هغه تړون بهترین تړون و. زما په اند، داسې یو تړون د پاکستان سره هم په اوږدمهال کې پکار دی.
ولې مرحله یي حل ته اړتیا ځکه ځینې دا فکر کوي که ډیورند کرښه د پاکستان سره ومنل شي نو د پاکستان دښمني به د افغانستان سره ختمه شي. دا ځوانان د مسایلو د عمق نه خبر نه دي او د پاکستان د اسختباراتو په خوله افواهات خپروي. د ډاکتر اشرف غني، د جمهور رئيس کیدو نه د مخه، یو ځل د افغانستان، پاکستان او هند تر منځ غیر رسمي، ټرک ټو Track-II مجلس په لوړه کچه په استانبول کې و چې په دغه مجلس کې ښاغلي علي احمد جلالي، ښاغلي امرالله صالح، ډاکترعمر زاخیلوال، ښاغلي احسان ضیا، اغلې شکریه بارکزۍ او ما برخه درلوده. لست مې ټول په یاد نه دی خو یاد داشتونو کې یې لرم چې یو کس دوه نور هم و.
هندیانو دا مسله مطرح کړله چې د افغانستان او پاکستان تر منځ اختلاف په څه کې دی؟
ما ورته وویلې چې درې مسلې د دواړو هیوادونو تر منځ د ثبات لپاره مهمې دي چې یوه یې د ډیورند مسله ده، دویمه یې مرکزي او جنوبي اسیا ته د تجارتي مالونو د تګ او راتګ مسله ده او بله د اوبو مسله ده. دا دریواړه مسایل ترهغې پورې حل کیدلې نشي چې په افغانستان کې ثبات، قانونمند او مشروع حکومت نه وي. کله چې ثبات رامنځته شي، بیا یو قانوني، ولسواکه او باثباته حکومت کولې شي چې د یوې روښانه او شفافې پروسې له لارې د پاکستان سره د دغه مسایلو په هکله توافق ته ورسیږي.
دا چې پاکستان ولې په افغانستان کې د بې ثباتې پلوې دی او د حکومتونو مخالفې ډلې تقویه کوي، په دې مونږ هم نه پوهیږو ځکه که دوی د دغه دریواړه مسایلو حل کول غواړي نو باید په افغانستان کې لومړۍ ثبات او بیا قانونمند، مشروع او ولسواکه حکومت شتون ولري ځکه دا مسایل د ضعیفه حکومتونو او یو څو اشخاصو او سیاسي ډلو لخوا نشي حل کیدلې. خو داسې ښکاري چې پاکستان غواړي چې د انګریزانو د سیاست غوندې، د افغانستان د بهرنې پالیسې کنترول په لاس کې ولري. که افغانستان د دنیا سره روابط ساتي، هم باید د اسلام اباد د لارې وي او که دنیا غواړي چې د افغانستان سره روابط وساتي، هغه هم باید د اسلام اباد د لارې وي او دا ډول پالیسي د افغانستان هیڅ حکومت ته قابل د قبول نه ده.
زما هیله د هغه ځوانانو نه دا ده چې فکر کوي، د ډیورند د مسلې د منلو سره به هر څه د پاکستان سره حل شي، سمه نه ده. هیڅ یو حکومت د پاکستان سره دا نشي منلې چې داخلي ازادي به لري او بهرني روابط او اقتصادي فعالیتونه به د اسلام اباد د لارې تر سره کوي.
یو مثال تاسي ته راوړم. د دیپلومات رسنې په قول، په ۲۰۲۳زکال کې هند پاکستان ته ۶۲۷ میلیونه ډالره صادرات درلودل. همداشان د امریکا د متحده ایالاتو د سولې د انستیتوت د تحقیق په اساس، پاکستان په ۲۰۲۳زکال کې ۱.۲ میلیارده ډالره صادرات هند ته درلودل. خو پاکستان د واغه بندر له لارې د افغانستان تجارت ته اجازه نه ورکوي او هم هند ته اجازه نه ورکوي چې د دغه بندر له لارې افغانستان ته صادرات ولري. هند او پاکستان په خپلو کې تجارت لري خو افغانستان ته اجازه نه ورکوي چې په دغه لار تجارت ولري. دا ولې ځکه چې پاکستان غواړي چې د افغانستان اقتصادي او سیاسي کنترول په لاس کې ولري او دا د منلو وړ نه ده.
که دا بحث وکړو چې افغانستان د ډیورند د کرښې قرباني دی نو په دغه پنځو لسیزو کې په میلیونونو افغانان شهیدان، بېکوره او مهاجر شول او افغانستان په هر لحاظ وروسته پاتې شو او دا لړۍ لا اوس هم روانه ده نو هیڅ یو عاقل او بالغ انسان، حکومت او حاکمه ډله به دا کرښه په رسمیت ونه پيژني ځکه د دومره قربانیو نه وروسته د دې کرښې پیژندل د املوکو په تول د فیسبوک د یو څه کسو په خوله هیڅکله تر سره کیدلې او خرڅیدلې نشي.
ولې په دې ورځو کې د ټولنیزو رسینو په چوکاټ کې د ډیورند د فرضي کرښې په هکله بیا بحثونه راپاریدلي دي؟
لومړۍ، پاکستان د انګریزانو د پالیسي په اساس چې تفرقه واچوه او حکومت وکړه، غواړي د افراطیت د مخنیوي په نوم د ځینو هیوادونو نه د تیرو پنځو لسیزو په شان نوې پروژې تر لاسه کړي. پخوانې پروژې د افراطیت د تقویه کولو او هم د افراطیت د ځپلو پروژې وې چې ټول مستند شوي او کتابونه پرې لیکل شویدي. یعنې پاکستان د افغانستان په ورانولو او جوړولو کې ګټه کړیده.
خو د تیرو پنځو لسیزو د تجربو په اساس، پاکستان په دنیا او سیمه کې د پخوا په شان ستراتیژيک دوستان نه لري. د پاکستان سره روابط د ټولو هیوادونو د راکړې ورکړې په اساس دي چې په خاصو شرایطو کې د پاکستان سره مرسته کوي خو دا شرایط د پخوا په څیر نه دي چې امریکا، غرب، چین او عربو سل په سلو کې ټولې پروژې د پاکستان د لارې عملي کولې. هر هیواد که د افغانستان سره کومه پریکړه کوي، یا مثبت او منفی تامل لکه طالبان چې اوس لري، دا هیوادونه د اسلام اباد نه یې مستقل تر سره کوي. دنیا او د سیمې هیوادونه مجبوره نه دی چې د پخوا په شان هر څه د اسلام اباد د لارې تر سره کړي.
دویم، د جنرال ضیا الحق د وخت نه پاکستان د افراطي ډلو د جوړولو او کنترول لپاره د بیلابیلو ډلو ایجادول پیل کړل او ضیا الحق دا تجربه په ۱۹۷۰زکال، په اردن کې د فلسطنیانو د ټکولو په وخت کې چې د تور سپتمبر جګړې(Black September Conflict) په نوم یادیږي، تر لاسه کړې وه. ضیا الحق د فلسطنیانو د ټکولو په جګړه کې د رول په لوبولو سره مشهور او د عربو سره یې روابط جوړ او د پاکستان مشرتوب یې تر لاسه کړ. ضیا الحق د مجاهدینو اوه ګونې او درې ګونې ډلې جوړلې او یو په بل وټکولي.
درېیم، پاکستان اوس هم د طالبانو په منځ کې ډلې، ګروپونه او اشخاص لري. پاکستان افراطیان په ښو او بدو ویشي. زما په اند د پاکستان نوې لوبه دا ده چې تاجکستان، ازبکستان، چین او روسې ته قناعت ورکړي چې پاکستان به هغه افراطي ډلې چې د دوی د حکومتونو په ضد لکه حزب تحریر، د شرقي اسلامي ترکستان ډله، د ازبکستان اسلامي تحریک او داعش دي، وټکوي او په عوض کې به د پاکستان رول په افغانستان کې ومني لکه څنګه چې امریکا ته د طالبانو په راتګ سره یې قناعت ورکړ چې طالبان د امریکا ګټې په ښه توګه خوندي کولې شي.
د دغه نوې پروژې د عملي کولو لپاره، پاکستان سیمه ایز او په نړیواله کچه سیاسي او اقتصادي حمایت، افغاني سیاسي ډلې او په خلکو کې د انګیزې ایجادولو ته اړتیا لري. د ضیااحلق د پالیسې په اساس، د پاکستان استخبارات غواړي چې افغانان سره وویشي او توجه د اصلي مسایلو نه چې افغانستان د نیابتي جګړو مرکز نشي، په افغانستان کې مشروع، ولسواکه او قانونمند حکومت رامنځته شي چې ملي او نړیوال مشروعیت پیدا کړي تر څو، افغانان نور د جنګونو قرباني نشي، بلې خواته اړوي.
څلورم، په تیرو پنځو لسیزو کې پاکستان په افغانستان کې قومي، سمتي، ژبني او مذهبي اختلافونو ته زیاته لمن ووهله او د همدغه اختلاف له لارې یې خپلې پروژې عملي کړلې. طالبان یې اول په دې نوم تقویه کړل چې د جمهور رئيس کرزي حکومت د شمالي ټلوالې په لاس کې دی او پښتانه په حکومت کې برخه نه لري نو طالبان ځکه د حکومت په وړاندې جنګیږي. یو شمیر افراطي پښتنو د پاکستان همدغه سندره چې ځینې اوس هم د طالبانو د حمایت په پلمه زمزمه کوي، سمه نه وه. ډیرې مهمې چوکې د جمهور رئيس کرزي او هم د جمهور رئيس محمد اشرف غني په دور کې د پښتنو سره وې. که پنځو تاجکو، ازبیکو، هزاروو فساد کړې وي، یا د خپل قدرت نه سؤ استفاده کړې وي، همداسې پنځو پښتنو هم دا کارونه کړیدي. د جمهور رئيس کرزي او جمهور رئيس محمد اشرف غني په شمول، زیاتو پښتنو هم د پښتون د ادرسه چوکۍ تر لاسه کړیدي لکه څنګه چې نورو قومونو د خپلو قومونو په نوم چوکۍ تر لاسه کړې وې. نه د تاجکو مشرانو او نه د ازبیک او هزاروو مشرانو او نه د پښتنو مشرانو خپلو قومونو ته څه کړیدي بلکې هرچا تر خپله وسه د قوم په نوم امتیاز اخستلې دی. حتی لیکوالانو او مدني فعالانو هم د قومونو په نوم سهم اخستې او فساد کړیدی. ځینو به بیا دا مثال راوړه چې پښتانه په حکومت کې صلاحیت نه لري، یا محافظه کار دي او داسې نور بیهوده دلایل.
وروسته پاکستان دا انګیزه خپره کړله چې د افغانستان حکومت د امریکا لاسپوڅې او د طالبانو جنګ د بهرني اشغال په وړاندې دی. د بهرنیانو په ضد یې تبلیغاتي انګیزه دومره قوي کړله چې د افغانستان د حکومتونو مشرانو، سیاسیونو، وکیلانو، لیکوالانو، رسنیو او مدني فعالانو همدا د پاکستان سندرې زمزمه کولې چې باالاخره جمهوریت سقوط شو. (د دغه بحث په هکله به مستند تفصیل زما په کتاب کې چې د لاس لاندې دی وړاندې شي.)
حال دا چې طالبانو په زرګونو افغانان چې زیات یې د افغانستان کدرونه و، په دې نامه ووژل چې دوی د اشغالګرو سره مرسته کوي حال دا چې پخپله یې د اشغالګرو سره تماسونه درلودل او اوس یې هم لري. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال، عباس ستانکزي پرون په ډیر قهقرا سره وویل چې دوی د امریکا سره دوستي ته حاضر دي. دوی خو ویل چې د کافرو او یهودو سره دوستي حرامه نه ده او په دې نامه به انتحارونه، انفجار او وژل کول. ایا اسلام بدل شوې او که دوی د اسلام نه اوښتلي دي؟
په هر حال، پنځم، کله چې پاکستان په دې پوه شو چې بهرنیان د افغانستان نه وځي او طالبان قدرت نیسي نو لومړۍ یې د پاکستان د اوسني خاص استازي، صادق خان په مرسته کوښښ وکړ چې د طالبانو او غیر پښتنو مشرانو تر منځ جوړ جاړې او روابط ایجاد کړي. صادق خان، مزار، هرات او کابل کې د غیر پښتنو د مشرانو سره مسلسل مجالس درلودل او حتی احمد مسعود چې هغه وخت لا هیڅ مطرح نه و او نه یې کومه دولتي د نده او یا سیاسي مشرتوب درلود، د هغه سره د هغه په کور لیدل ځکه دوی اوږده او ثابته ستراتیژي درلوده. د همدغه پټو تماسونو او د امریکا لخوا سیاسي مشرانو ته د دانه ورکولو له امله د دوحې خبرې ناکامې شولې او طالبانو بیا قدرت ونیوه. البته د سقوط نور داخلي دلایل هم شته چې هغه د ښې حکومتولې خرابوالې او د قانون نه تطبیق و.
شپږم، طالبانو په لومړي سر کې دا فکر وکړ چې دوی دنیا ماته کړې او کاذبه انګیزه یې خپلو جنګیالو ته ورکړله. طالبانو د تیر دور د اشتباو او د پاکستان د دوه مخې کړنو او پالیسیو نه عبرت وانخسته. د دې لپاره چې پاکستان طالبان بدنامه کړي، لومړۍ یې دا هڅه وکړله چې طالبان افغانانو ته داسې معرفي کړي چې دوی د پاکستان په مرسته قدرت ونیوه. طالبان د پاکستان لاسپوڅي دي. په سرینا کې د فیض حمید د پيالې اوچتول او کابل ته د مولانا فضل رحمن او ملا تقي سفرونه او د هیتونو تګ او راتګ زیات کړ.
دې کې هیڅ شک نشته چې طالبان د پاکستان په حمایت او زور قدرت ونیوه خو د دې تر څنګ د ډیرو طالبانو سره د پاکستان په ضد روحیه هم موجود وه ځکه د طالبانو ډیر مشران په پاکستان کې وژل شوي، بندیان شوي او بې عزته شوي دي.
شپږم، پاکستاني ملایانو د طالبانو مشرانو ته داسې مشورې ورکړې چې تاسي په دنیا کې یوازیني کسان یاست چې اسلامي نظام مو قایم کړ. ټول بشري او انساني ارزښتونه د اسلام خلاف دي او جمهوریت د افغانستان لپاره زهر حل حل و. د طالبانو نا معلومه مشر، ملا هیبت الله هم د همدوي په مشورو داسې کړنې او فرمانونه صادر کړل چې طالبانو خپل اعتبار په ملي او نړیواله کچه د لاسه ورکړ. لکه څنګه چې پاکستان نه غوښتل چې مجاهدین د شوروي اتحاد د یرغل نه وروسته قوي حکومت جوړ کړي، همدا لوبه یې د طالبانو سره بیا وکړله. له بده مرغه همیشه افغانان د خپلو کمزوریو له امله د یوې سوړې نه څو څو ځله چیچل شویدي.
اوم، په اوس وخت کې دا واضحه حقیقت دی چې د پاکستان پوځ او حکومت د تیرو پالیسیو له امله د سختو سیاسي، اقتصادي او امنیتي ستونځو سره مخامخ دی، نو پاکستان غواړي چې د سیمې او نړۍ هیوادونه بیا په ځآن رامات او د افراطيت د ټکولو په نوم، حمایت او پروژې تر لاسه کړي.
زما په اند، د طالبانو حکومت په اوسنې شکل دوام نشي کولې، نو پاکستان بیا غواړي چې په زوړ رباب نوي تارونه وغځوي او پخواني جهادي قوماندانان تقویه کړي. دا چې ولس د طالبانو نه په تنګ راغلې خو ولس د پخواني جهادي قوماندانانو او اکثره سیاسیونو نه هم ښې خاطرې نه لري، نو پاکستان اوس بلې نوې ستراتیژي ته اړتیا لري.
اتم، د هر پروژې د پلي کولو لپاره اکټران، انګیزه او ولسي حمایت مهم دی. دا چې پخوانې اکټران او قوماندانان د ولس په منځ کې حمایت نه لري نو د دوی د پاره د نوې انګیزې ایجادول مهم دي. که څه هم د پاکستان د ایجاد نه وروسته د افغانستان هیڅ یو حکومت، حتی د طالبانو او مجاهدینو په شمول چې پاکستان رامنځته کړل، د ډیورند فرضې کرښه په رسمیت نه ده پيژندلې. خو، پاکستان د تفرقه واچوه او نفوذ په سیمه کې زیات کړه، د نوې انګیزې لپاره د ډیورند د فرضې کرښې مسلې مطرح کول مهم دي.
نهم، ولې دا مسله مهمه ده ځکه چې پاکستان غواړي چې د طالبانو په ضد د غیرو پښتنو سیاسي مشرانو، ډلو او د مقاومت په نوم حرکتونو حمایت تر لاسه او هغوي استخدام کړي. د دې لپاره چې د غیر پښتنو په منځ کې دغه مشرانو ته انګیزه ایجاد کړي نو د ډیورند د فرضې کرښې مطرح کول ښه انګیزه ایجادولې شي.
پاکستان ځینو غیر پښتنو ته داسې وانمود کوي چې پاکستان د افغانستان د نورو قومونو سره ستونځه نه لري او د پاکستان ستونځه یوازې د پښتنو سره د ډیورند د فرضې کرښې د نه منلو په اساس ده. دا چې د افغانستان ټول مشران، د استاد رباني او حبیب الله کلکاني نه په غیر، پښتنانه و، نو، دا هغوي و چې د پاکستان سره یې اختلاف درلود نو ځکه پاکستان د تیرو حکومتونو په ضد اسلامي ډلې تقویه کولې. که افغانستان د ډیورند کرښه په رسمیت وپیژني نو پاکستان د افغانستان سره هیڅ ستونځه نه لري.
پاکستان ځینو غیر پښتنو ته دا هم وایي که افغانان لوی افغانستان غواړي نو بیا تاسي هم لوی خراسان او لوی هزارستان جوړولې شئ.
پاکستان غیر پښتنو ته دا هم وایي چې د ډیورند د کرښې مسله د ټولو افغانانو مسله نه ده بلکې دا یوازې د فرضې کرښې دواړو غاړو د پښتنو لخوا مطرح کیږي نو که افغانستان د ډیورند کرښه په رسمیت وپيژني، افغانستان کې به جنګ ختم او افغانستان به ګل و ګلزار شي.
پاکستان د غیر پښتنو، په خاصه توګه د تاجکو او ازبکو ځینو سیاسي او مدني فعالانو په منځ کې دا مسله زیاته مطرحه کوي او وایي چې تاسي د ډیورند د فرضې کرښې د نه منلو له امله قرباني شوي یاست. همدا علت دی چې ځینې دوه مخي سیاسیون، اپرچونستان، رسنې او مدني فعالان وایي چې د دوی لپاره د ډیورند کرښه مهمه نه ده او دا رسمي سرحد دی او دوی د پاکستان سره هیڅ مشکل نه لري.
د پاکستان نوې خاص استازی، صادق خان د همدغه پروژې لپاره بیا مؤظف شویدی. په لومړي ځل چې صادق خان، خاص استازی و، هغه وخت یې د غیر پښتنو مشرانو اړیکې د پاکستان سره جوړې کړلې او د جمهوریت د سقوط په وخت کې تاسي ولیدل چې ټول صحیح سلامت پاکستان ته انتقال شول.
لسم، اوس پاکستان بیا دا مسله رامنځته کړې چې د غیر پښتنو مشرانو لپاره انګیزه جوړه کړې چې که تاسي د ډیورند کرښه ومني نو دوی به د طالبانو سره د همه شمول حکومت په نوم په قدرت کې شریک کړي او یا به د جنګ له لارې دوی ته قدرت بیا وسپاري.
یولسم، دا چې پاکستان به په دغه برخه کې بریالی کیږي یا نه هغه جدا بحث دی ځکه په تیرو پنځوسو کلونو کې پاکستان د افراطیت د رامنځته کولو او ځپلو په اساس ډیرې پروژې واخستلې او خپل اقتصاد یې پرې تقویه کړ، خو د پاکستان دوه مخې سیاست نړۍ او دنیا ته او په خاصه توګه امریکا ته اوس معلوم دی. زما په اند، فکر نه کوم چې پاکستان په اوس وخت کې د هیڅ یو هیواد با اعتماده او با اعتباره ستراتیژیک دوست وی.
دولسم، د پورته دلایلو په اساس، پاکستان غواړي چې نوې انګیزه او نوې پروژه تر لاسه کړي او د ډیورند د فرضې کرښې مطرح کول د افغانانو د نفاق او د دوی د پروژې د عملي کولو لپاره ښه سوژه ده.
له بده مرغه، پاکستان غواړي چې د افغانانو په منځ کې د دوه مخو سیاسي څیرو سره چې په کلونه د پاکستان لخوا تقویه شوي، غواړي بیا معامله وکړي. د تیر یوه کال راپدیخوا پخواني جهادي قوماندانان پاکستان ته تګ او راتګ کوي او هغوي ته بیا د فعالیت زمینه مساعدوي.
د دغه پټو خبرو بوی اوس رسنیو ته هم راووته او د مؤثقو منابعو له قوله، پاکستان دغه قوماندانانو ته د چترال، نورستان او بدخشان له لارې د نظامي فعالیت زمینې مساعدولو وعده هم کړیده خو دا چې دا قوماندانان د پخوا په څیر نفوذ نه لري، نو د دوی د نفوذ او ملاتړ د زیاتیدو لپاره د ډیورند د کرښې مسله بیا رامنځته کړیده او طالبان باندې فشار راوړي چې یا د پاکستان هر څه ومني او د دوی لاسپوڅو ته په حکومت کې ځای ورکړي او یا طالبان باید بل جنګ تیارې ونیسي. دا دواړه مسایل د افغانانو په ګټه نه دي.
دیارلسم، څه پکار دي؟. زما په اند، اول، د افغانستان ټول سیاسیون په خاصو مسایلو لکه د ډیورند کرښه، د افغانستان حاکمیت او تمامیت ارضي او نورو ملي ارزښتونو په هکله واحد نظر رامځته کړي. د هر سیاسي جریان مشر که غواړي چې ملي سیاست وکړي، اول باید ورته د افغانستان وحدت، ګټې او تمامیت ارضي لومړیتوب یا اولویت ولري. د خپلو غړو متنارغه فیه مسایل لکه د ډیورند مسله، په کلکه رد او حتی داسې افراد او اشخاص د خپلو حرکتونو نه وکاږي او په واضحه ووایي چې دوی د دوی په حرکت کې غړیتوب نه لري او د دوی د څرګندونو سره مخالف دي.
په دویم قدم که د یو پراخه چتر د رامنځته کیدو لپاره په خاصوټکو باندې ملي توافق رامنځته شي. د دغه توافق د ایجاد لپاره افغانان باید د بهرنیانو مرستو ته په طمعه نه اوسي چې هغوي به دوی راټول او حمایت وکړي. دا کار افغانان بې له هیڅ مرستې او مادي امکاناتو تر سره کولې شي. د ملي چتر د رامځته کیدو لپاره د پروژو اخستلو اړتیا نشته دی.
دریم، طالبان هم باید پوه شي چې د دوی حاکمیت په دا ډول دوام نشي کولې او انجام یې بیا داخلي او نیابتي جګړې او د یو بین الافغاني ډیالوګ لپاره زمینه مساعده کړي تر څو افرادو ته د امتیاز ورکولو نه پرته، د نظام د مشروعیت لپاره د ولس په خوښه زمینه مساعده کړي. کله چې ولسي مشروعیت رامنځته شو، نړیوال مشروعیت پخپله رامنځته کیږي.
په نهایت کې دوه لارې دي چې یا به د قانوني ولسواکه نظام لپاره زمینه مساعدیږي او یا به افغانستان بیا د نیابتي جګړو میدان ګرځي. دا جګړې د چا په خوښه نه پيل کیږي او د سیمې او نړۍ رقابتونه دا جګړې پخپله رامنځته کوي.
د ننګرهار د والي په حیث ولې تورخم ته لاړوم او اصلي مسله څه وه؟
په سیاسي ژوند او دندو کې هر کس مخالفین او پلویان لري. ننګرهار ولایت د افغانستان له مهمو ولایتونو نه دی چې هلته درې کونسلګرې د پاکستان، ایران او هند شتون لري. دغه قونسلګرې د ویزو ورکولو تر څنګ د جاسوسې مرکزونه هم و او د مشرقي په سیمه کې نفوذ درلود. اکثره والیانو د دغه قونسلګرو سره یو جوړجاړې درلود او زه د خپل یونیم کلن ماموریت په وخت کې یوې قونسلګرې ته لاړ نشولم او نه مې د دغه قونسلګرو نه د ویزو، سکالرشیپونو او یا نورو مرستو وغوښتنه کړیده.
کله چې ننګرهار کې والي شوم، د ننګرهار وضعیت داسې خراب و چې حتی د جلال اباد د ښار د سقوط احتمال هم و او د ننګرهار په پوهنتون کې د داعش او طالبانو بیرغونه جګیدل. د ننګرهار په اداره کې د ترورستي او سیمه ایزو هیوادونو د مداخلې تر څنګ په داخل د اداره کې هم لوی چیلنجونه د سیمې وکیلانو، زورواکانو او متنقذینو ایجاد کړي و او هغه ننګرهار چې د علم او فرهنګ زانګو وه، د هغه ننګرهار نه د زوراکي، د افراطي فکر د رشد، فساد، قاچاق او نورو راپورونه خپریدل.
د ننګرهار د امنیتي او ملکي ادارو د همغږې او د ولسونو د حمایت په نتیجه کې مو وشو کولاې چې د ننګرهار د ۲۲ ولسوالیو نه د طالب او داعش او نورو افراطي ډلو لمن ټوله کړو او ننګرهار بیرته د ثبات په خوا روان شو. پاکستانې کلدارې پس له څو لسیزو نه بندې او افغانۍ رواج شولې. د غازي امان الله خان، پادشاه خان، قصر او د سپين جومات ودانیو او تقریبا یولس سوه لوی او وړې پروژو جوړول پيل شول چې زیاتې دا پروژې تکمیل هم شولې. تفصیل یې په زما په کتاب، د ولایته تر وزارته په لاندې لینک کې لوستلې شئ.
https://ia800605.us.archive.org/22/items/final-cover/Final%20Ready%20To%20Printe.pdf
البته دا طبعیي ده چې د هر چا د موریت په دوره کې ستونځې هم وي او دا د دې معنی نه لري چې سل په سل کسو هر څه مو سم کړل بلکې د سمولو په طرف مو مثبت قدمونه کېښودل او د همدغه ثبات له امله، ننګرهار د اخري ولایتونو نه و چې سقوط شو. البته کله چې یو مامور دومره کارونه تر سره کوي، که په زرګونو پلویان ولري نو یو څو مخالفین هم لري.
تورخم ته زما د تګ په هکله ما په خپل کتاب کې، او هم هغه مهال او وروسته په کراتو وضاحت ورکړې خو ځینې بیا د پاکستان او د ځینومخالفو حلقو د تبلیغاتو په اساس تورخم ته زما تګ داسې مطرح کوي چې ګوندې زه د تورخم دروازې د افتتاح لپاره ورغلې وم او د ډیورند کرښه مو په رسیمت وپیژندله.
پاکستان پلوې او یا نا خبره حلقې همدا تګ د ډیورند د فرضې کرښې د منلو د ثبتوت لپاره یو دلیل وړاندې کوي چې دا سمه نه ده.
اول تورخم، د ظاهرشاه د وخت نه راپدیخوا لکه مخکې مې چې یادونه وکړله، دیفکټو موجود او دواړو خواو ته په صفري نقطه کې مجلسونه هره اونۍ د سرحدي قواو تر منځ تر سره کیدل چې سیمه ایزې ستونځې، د خلکو او موټرو او لاریو د تګ او راتګ مسایل حل کړي. د چارواکو تګ تورخم ته کومه نوې خبره نه وه. پخوا به ځینې والیان د AF په موټرونو کې تګ او راتګ پیښور ته هره اونۍ کاوه.
کله چې ننګرهار کې والي شوم نو یوه مهمه مسله په تورخم د لاریو تګ او راتګ و چې په زرګونو لارې دېخوا ولاړې وې ځکه د پاکستان لخوا به د ورځې که زر لارې راتللې نو د افغانستان لخوا به یې پنځه سوه لاریو ته اجازه د تګ ورکوله. دغه مسلې د سیمې په اقتصاد او د افغانستان په صادراتو بد اغیز درلود او تورخم د دواړو خوا امنیتي مسوولینو او نورو ادارو لپاره لکه ګمرک، یوه لویه دفساد عایداتي منبع وه. د ملکانو، ترانسپورت، امنیتي ادارو، وکیلانو تر والیانو پورې د هرچا سهم معلوم و.
لومړۍ کار مې چې وکړ محلي ګروپونه که هغه د ملکانو و، که د دوکاندارانو او ترانسپورتي شرکتونو و لغوه کړل او مسوولیت مو سرحدي قواو ته وسپاره چې د تګ او راتګ سهولت برابر کړي. دویم مسله مې دا مطرح کړله که د افغانستان لخوا پنځه سوه لاریو ته اجازه ورکوي نو د پاکستان لخوا هم باید پنځه سوه لاریو ته اجازه ورکړي. کله چې مو دا بندیز ولګوه د تورخم هغه خوا دلاریو قطار تر جمرود پورې ورسیده او د هغه خوا د تجارانو او لاریو د مالکین اوازونه اوچت شول. (تفصیل یې زما په کتاب کې شته دی).
هماغه و چې کله د پاکستان صدراعظم کابل ته سفر درلود نو د تورخم د لاریو د تګ او راتګ مسله چې زیات تاوان یې پاکستان خواته و ځکه د هغوي لارې مرکزي اسیا ته په خپل وخت نشو رسیدلې مطرح کړې وه. په دغه مجلس کې چې په کابل کې شوې و، زه نه وم او کابل کې دا فیصله شوې وه چې تورخم او هم نورو بندرونو کې تګ او راتګ باید ۲۴ ساعته شي چې د لاریو بیروبار جوړ نشي. د دغه مراسمو د افتتاح لپاره به د پاکستان صدراعظم او جمهور رئيس محمد اشرف غني هم راځي. البته کله چې تورخم ۲۴ ساعته کیږي نو باید ګمرګ، ترانسپورت، امنیتي ادارې او نورې ټولې ادارې باید ۲۴ ساعته بیرته وي چې د لاریو تګ او راتګ لپاره زمینه مساعده کړي.
کله چې زه په پاکستان کې د افغانستان د سفیر، عاطف مشعل له لارې خبر شوم او هغه جلال اباد ته راغی چې جمهور رئيس هم راځي، ما د جمهور رئيس د راتګ مخالفت وکړ او ملي امنیت سلاکار ډاکتر محب، د محلي ادارو رئيس متین بیګ او چارو د ادارې مشر، ډاکتر فضلي ته خبر ورکړ چې د جمهور رئيس راتګ ښه خبره نه ده ځکه مخالفین د دغه راتګ نه د پروپاګند سؤ استفاده وکړي نو دا د ترانسپورت مسله ده او د ترانسپورت وزیر دې راولیږي.
ډاکتر فضلي او متین بیګ د دې مسلې نه خبر نه و او ډاکتر محب وویلې چې دغه اړخ ته مونږ فکر نه دی کړې نو دی به یې د جمهور رئيس سره مطرح کړي چې رانشي. هماغه و چې جمهور رئيس تورخم ته رانغې او په عوض یې د ترانسپورت وزير، یما یاري راولیږه. د جمهور رئيس نه راتګ پخپله د پاکستان صدراعظم ته توهین و چې یو وزیر هلته لاړو. زه هم د وزیر سره د پروتوکول په اساس لاړوم او کوم پټ او مخفي تګ نه و بلکې رسنې وې او مونږ خبرې کنفرانس د تورخم نه دیخوا ورکړ او حتی په خبرې کنفرانس کې مو د پاکستان د صدراعظم سره ګډون ونکړ.
هلته د تورخم دروازه نه وه بلکې د پاکستان صدراعظم یو کلینک د افغانانو لپاره او هم د ترانسپورت ترمینل (اډه) افتتاح کړله چې مونږ هم هلته ولاړ و. پاکستان بارډر لفظ استعمالوي او مونږ همیشه فرضي کرښه ځکه دا د اختلاف مسله ده.
اوله خبره دا ده چې دا تګ پټ او مخفی تګ نه و. نه کوم سند شته چې لیکل شوي وي او مونږ ته هدایت د جمهور رئيس لخوا راکړل شوې وي چې مونږ د تورخم د دروازې د افتتاح لپاره هلته لاړ شو.
دویمه مسله دا ده چې وزیر د ترانسپورت د ما نه مخکې ولاړ دی خو هغه څوک نه یادوي او زما نوم دا ځینې ښکته پورته کوي او د تورخم عکس اچوي. لکه مخکې مې چې یادونه وکړله، افغانۍ رواج شولې، داعش او طالبانو نفوذ په ننګرهار کې نهایت کم شو او د پاکستان ډیرې پروژې نه عملي کیدلې. پاکستان او د هغوي ډنډورچیان او مدني هاها ډلو غوښته چې تورخم ته زما ورتګ او یا د کرونا د قرنطین مسله د تبلیغاتو وسیله وګرځوي او ما د تاثیر لاندې راولي. دا ډول تبلغاتو او پروپاګند په ما کوم تاثیر نه درلود او خپل کار ته مو دوام ورکاوه. په ننګرهار کې زه نه ځلې د مرګ د حملو نه بچ شولم.
دریم، که خبره د تورخم د دروازې افتتاح وې نو خامخا به زما عکس العمل بل وې. خو بیا هم د یو والي او وزیر په تګ، د ډیورند د فرضې کرښې رسمیت پیژندنه ثبوت کیدلې نشي او نه د ډیورند د فرضې کرښې په رسمیت پیژنده د والي او وزیر خو څه کوي، د جمهور رئيس صلاحیت هم نه دی. دا مسله د افغانستان د ولس ملي مسله ده او د افغانستان ولس به یې د یو قانونمند، مشروع او ولسوالکه حکومت په موجودیت کې د خبرو، د لوی جرګې یا د منتخب پارلمان او ریفرندم د پریکړو له لارې حل کوي.
شاه محمود میاخیل | د جمهوري غوښتونکو د خوځښت د سیاسي چارو مسوول او د ننګرهار پخوانې والي