په خوست ولایت کې ځایي طالب چارواکو تایید کړې ده چې د پاکستان پوځ تېره شپه د خوست ولایت د علیشېرو ولسوالۍ پر درې سرحدي کلیو راکټي بریدونه کړي دي.
د خوست ولایت د طالبانو ویاند طالب منګل ویلي دغه بریدونه د شپې شاوخوا یو نیمې بجې ترسره شوي دي، چې په وینا یې طالبانو ورته کلک ځواب ویلی دی.
نوموړي په دې اړه ډېر جزییات نه دي ورکړي.
تر اوسه په دې نښتو کې دواړو خواو ته د احتمالي اوښتو تلفاتو او زیانونو په اړه معلومات نه دي خپاره شوي.
پاکستان چارواکو هم په دې اړه څه نه دي ویلي.
ځایي اوسېدونکو بیا رسنیو سره په خبرو کې ویلي دي چې وضعیت په سیمه کې ارامه دی او جګړه پایته رسېدلې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان هوايي ځواک تر دې وړاندې د پکتیکا ولایت پر برمل ولسوالۍ هوايي بریدونه کړي وو، چې په پایله کې یې ۵۲ عام وګړي ووژل شول او ۶ نور پکې ټپیان شول.