د طالبانو تر کنټرول لاندې د ټولګټو چارو وزارت د ټرفایکو پرمخ د سالنګونو لویې لارې د تړل کېدو خبر ورکړی دی.
د دې وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس نن جمعه د جنورۍ په ۳ مه نېټه په خپله اېکس پاڼه لیکلي دي چې د سالنګ لویه لار نن سهار د واورې ورښت او توپان له امله د ټرافیکو پر مخ وتړل شوه.
حق شناس زیاته کړې چې د دې لویې لارې په بېلابېلو سیمو کې له ۴۵ سانتي مترو څخه نیولې تر ۱۱۶ سانتي مترو پورې واوره ورېدلې ده.
په ورته وخت کې د سالنګونو ساتنې او څارنې ریاست پرسونل له هغو هېوادوالو چې په دې لویه لار کې روان دي غوښتي څو په مناسب او خوندي ځایونو کې تم شي.